د کابل شکردره کې سېلابونو تر ۲۰ ډېر کسان وژلي

شکردره
Image caption ځپل شوي خلک وايي، تر اوسه هېچا مرسته نه ده ورسره کړې.

د افغانستان پلازمېنې کابل ولایت شکردره ولسوالۍ کې سېلابونو او ږلۍ خلکو ته درانه مالي او ځانونه زیانونه اړولي او تر شلو ډېر خلک یې وژلي چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي.

د سېلاب په قربانیانو کې هغه ماشومان او ښځې هم دي، چې د کوچني اختر د خوښیو لپاره دغه کلي ته تللي وو.

کابل کې زموږ همکار وحید پیکان شکردرې ولسوالۍ ته تللی او د خپلو سترګو لیدلی حال یې راسره شریک کړی دی:

د سېلابونو انځوریز راپور

د سیمې خلک وايي، چې ږلۍ او بیا سېلابونو د ۲۰ او ۲۵ ترمنځ خلک وژلي دي.

دوی وايي چې په وژل شویو کې نیمايي یې له نورو سیمو ورغلي مېلمانه دي.

د سیمې یو مشر عبدالرحمن وايي، سېلاب د تېرې شنبې ورځې مازدیګر مهال تر سختې ږلۍ وروسته راغی چې په تېرو ۳۰ کلونو کې یې ساری نه و.

هغه وايي، چې یوازې غازه سیمه کې یې پخپلو لاسونو لس کسان خښ کړل، چې ډېری ښځې او ماشومان وو.

غازه

بریالی د سیمې یو بل اوسېدونکی وايي، چې سېلاب په یوه موټر کې ټول سپاره کسان نژدې یو کیلومتره رغړولي چې موټر ټوټې ټوټې او سپاره کسان یې وژل شوي.

تر ډېره سېلابونو د شکردرې (غازه) کلی زیانمن کړی.

کلیوال وايي، لسګونه باغونه او د کښتونو ډېره برخه یې سېلابونو ویجاړه کړې ده.

د شکردرې ولسوالۍ نژدې ۳۰ کلیو سېلابونه راغلي.

زیانمن خلک وايي، چې تر اوسه هېڅ مرسته نه ده ورسره شوې.

شکردره کابل ته نژدې ولسوالي ده، خو تراوسه یې وګړي برېښنا نه لري او ټوله تکیه یې پر باغونو او کښتونو ده.

Image caption شکردره د کابل ښار شمال کې شاوخوا شل کیلومتره لیرې ولسوالي ده.

غازه د شکردرې یوه تر ټولو ډېره بې وزله سیمه ده، چې خلک یې خپل عواید د باغونو او مېوو له اړخه پوره کوي او ډېره تکیه یې پر کښتونو او باغونو ده.

خو اوس د دغو باغونو زیاتره حاصلات د سختې ږلۍ له کبله له منځه تللي او بڼوال یې د پولۍ ټک ته کښېنولي دي.

د سیمې خلک وايي، چې تر اوسه هېڅ کومې دولتي یا کومې بلې مرستندویه ډلې له دوی سره هېڅ مرسته نه ده کړې، چې تر هر بل وخت دوی اوس ډېره اړتیا ورته لري.

شکردره د کابل ښار شمال کې شاوخوا شل کیلومتره لیرې ولسوالي ده.

څو ورځې وړاندې هم سروبي کې سېلابونو تر ۴۰ ډېر کسان ووژل او همدومره تري تم وو.

ورته مطالب