غزني کې د مسافرو مړي موندل شوي

Image caption د کابل-کندهار پر لویه لار تلونکي مسافر له ناامنیو او غلاوو سخت شکایت لري.

د غزني په مقر ولسوالۍ کې د اتو کسانو په مرمیو ویشتل شوي مړي موندل شوي.

د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي بي بي سي ته وویل، دغه کسان د مقر ولسوالۍ بهاول حق بابا زیارت کې موندل شوي.

احمدي زیاتوي، ټول وژل شوي ولسي خلک او مسافر دي:

''پرون شاوخوا پنځه نیمې بجې په مقر ولسوالۍ کې د غزني - کندهار په سړک اوه جسدونه موندل شوي چې په مرمیو ویشتل شوي دي. د پولیسو د لومړنیو پلټنو له مخې دا جسدونه له بېلابېلو سیمو د هغو مسافرو دي چې د طالبانو له خوا له موټرو ښکته کړل شوي''.

دی زیاتوي، چې دغه کسان پر لاره د پښ کندې په سیمه کې د "وسله والو مخالفینو "له لوري له موټره راښکته شوي او وروسته په ډزو وژل شوي.

کمین

غزني کې اسدالله جلالزی وايي، پښ کنده د غزني د ګیلان ولسوالۍ او زابل شاجوی ولسوالیو سره ګډه پوله لري.

د ګیلان ولسوالۍ پښ کنده، یوه داسې وېروونکې سیمه ده، چې له کلونو راهیسې غلاوې په کې کېږي، او ویل کېږي چې وسله وال طالبان هم په دې کنده کې ځینې وخت کمینونه نیسي.

تر اوسه وسله والو طالبانو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

موندل شوي مړي اوس روغتون کې دي.

د سید روح الله په نامه د پېښې یوه عيني شاهد ویلي چې "تر تېر اختر دوې ورځې مخکې له هراته کورته راتلم، چې پر لاره وسله وال کسان موټر ته راوختل او د ملي اردو درېشۍ یې اغوستې وې، سپرو کسانو ته یې وویل چې : وروڼو که هرڅوک دولتي کارکوونکی وي له موټره دې راښکته شي.

وړاندې پر لاره "طالبانو " کمین نیولی و، غواړو چې په خوندي توګه ترې تېر شو ".

دغه عیني شاهد وايي، چې له دې خبرو سره ځینې سپاره کسان راپاڅېدل او ورسره ښکته شول، چې بیا یې هېڅ څرک ونه لګېد، دا دی اوس اورم چې یو شمېر مړي روغتون ته راوړل شوي ".

د غزني- کابل لویه لار په دې وروستیو کې ډېره ناامنه شوې ده.

څه موده وړاندې په همدې سیمه کې د مشرانو جرګې پر غړې روح ګل وسله وال برید وشو، چې نوموړې او د هغې مېړه په کې ټپیان شول، خو یو ساتونکی او یوه لور یې ووژل شول.

همداشان، په یاده سیمه کې د مشرانو جرګې د بلې غړې بخت بي بي پر زوم او زوی هم وسله وال برید شوی و، چې زوم یې ووژل شو او زوی یې وتښتول شو.

مقر یو له هغو ولسوالیو ده، چې جګړې په کې کېږي، او د طالبانو پرضد د پاڅون کسان هم په کې شته.

مقر ولسوالۍ دغزني ولايت هغه ولسوالۍ ده، چې د مېشتو خلکو شمېر یې نژدې ۴۷،۴۲۵ ته رسېږي.

ورته مطالب