د کلي ژوند په ویر بدل شو

حصارک
Image caption اوس هغه ننګرهار نه شته، چې خلکو یې په نوم هارونه جوړول. ژوند بدل بدل ښکاري. له هرې خوا د بدمرغیو ور ور پرانیستل شوی.

د تېر کال (۱۳۹۲) د پسرلي په لومړیو شپو کې د ننګرهار په حصارک غلجايي کې خپل کلي ته تللی وم. د تذکرې کونده مې د جلال اباد د څو کالو وړاندې په لاریون کې سوځول شوې وه، نوې تذکره مې اخیسته.

غنمو تازه تازه وږي کړې وو، ټولې سیمې او ورشو ګانې داسې شنې وې، چې د کوچیانو مالونو په کې له مستۍ ټوپونه وهل، ټوله سیمه د پسرلي په بارانونو مسته وه.

ښوونځي هم د ولسوالۍ په هره دره کې پرانيستل شوي وو.

هلکان او نجونې په ډېر شوق او ولولو ښوونځیو ته تلل. په لومړي ځل په دغه ولسوالۍ کې د نجونو لپاره لیسې جوړې شوې وې. هرې زده کوونکې د روښانه راتلونکې خوبونه لیدل. وېره نه وه.

بزګر بزګري کوله، ډاګتر ډاګتري کوله او دوکاندار خپله دوکانداري. خو هېڅوک خبر نه وو، چې د نجونو ټولې هیلې وژل کېږي. ښوونځي یې تړل کېږي. قلم یې ورماتېږي. کتاب ترې اخیستل کېږي. چا داسې خوب هم نه وه لیدلی، خو دا هر څه رښتیا شول.

زه د خپلې مجلې د پښتۍ لپاره دعکس اخیستلو په موخه ګڼو کلیو ته لاړم. د سیندونو، باغونو او شنو سیمو ډېر عکسونه مې واخیستل. څو ورځې مې تېرې کړې. د کلي ژوند هغه هم بیا په پسرلي کې، ساری نه لري. له ارامه او شنې سیمې د چا زړه کله کېږي. بس هرې خواته د ژوندې رنګینې وې، ښکلا ګانې وې. خوشالۍ وې.

اوس له هغه وخته څه د پاسه یو کال تېر شوی. شنې درې، شنه باغونه او شنې دښتې همغه دي. خو زړونه مات دي. خلک یې ویرجن دي. اوس هغه پخوانۍ مستي او هغه خوشالۍ په انسانانو کې څه چې په مرغیو کې هم نه شته.

هغو نجونو چې یو کال وړاندې یې بلا ارزوګانې لرلې، اوس یوازې د سر خیر غواړي. ټولې هیلې یې خاورې شولې. ټول ارمانونه یې وژل شوې دي. بس اوس هر سهار او هرماښام د جنګ یو غږ دی، بل څه نه شته.

جومات تړلی، حجره تړلې

هلته اوس د ښوونځي زنګ د توپک په ډز بدل شو. هلته اوس له جګړو دبل څه غږ نه شته. له دهقانه دهقاني پاتې شوه، له معلمه ښوونځی پاتی شو. اوس هر څه بدل بدل ښکاريږي. انسانان بدل شول. مدرسه تړلې، ښوونځی تړلی، جومات تړلی. جحره تړلې. ژوند تیرول دي نه کول. اخر ولې؟ څوک شته چې ځواب یې ورکړي؟

بیا دې ننګرهار ته د ټوپک شپیلۍ نیولې ده

وایه وطنواله له دې وران وطنه څه غواړې

اوس هغه ننګرهار نه شته، چې خلکو یې په نوم هارونه جوړول. ژوند بدل بدل ښکاري. له هرې خوا د بدمرغیو ور ور پرانیستل شوی. حتی د اختر خوښۍ یې په غم لړل کیږي. ژوند پکې پیکه پیکه دی. امیر یې نه شته. چارواکي په قصرونو کې خوبونه او میلې کوي.

خپل رعیت یې هیر کړی. اخر څوک شته، چې د دغه ملت پوښتنه وکړي؟ اخر ولې دومره بې غوري؟ اخر مسوول څوک دی؟ که د چارواکو همدا بې غورې وي، د دوی واکمني دې هم ړنګه شي.

ورته مطالب