"افغان حکومت د ټاکنو د امنیت په اړه مبالغه کړې"

Image caption د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي وايي افغان امنیتي ځواکونو د راتلونکو ټاکنو امنیت ساتلو ته چمتو نه دی او په دې برخه کې مبالغه شوې ده.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي وایي افغان امنیتي ځواکونه د را روانو ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت نیولو لپاره په بشپړه توګه چمتو نه دي.

ښاغلی معنوي وایي په دې برخه کې افغان حکومت او امنیتي ادارو په خپلو رپوټونو کې له مبالغې کار اخیستی.

نوموړي بي بي فارسي پاڼې ته په یوه ځانګړې لیکنه کې تېرو پارلماني ټاکنو ته اشاره کړې ده او ویلي یې دي چې هغه وخت هم امنیتي ځواکونو ونه شو کړای چې په ټولو انتخاباتي حوزو کې امنیت تامین کړي.

دی وایي افغانان په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو ځواکونو وتلو په هکله هم اندېښمن دي او اوسنۍ فضا له نا امیدۍ او وېرې ډکه ده.

ښاغلی معنوي وایي د افغان حکومت او نړېوالو ترمنځ اوسنۍ بې باوري او له امریکا سره د ستراتېژیک تړون پر وړاندې خنډونه هم پر ټولټاکنو بده اغېزه کولای شي.

فضل احمد معنوي دا ټینګار هم کوي چې له دې ټولو ستونزو سره سره د ټولټاکنو تر سره کېدل خورا مهم دي او یوازې شفافې ټاکنې کولای شي چې په هېواد کې اوسنۍ فضا بدله کړي او سیاسي ثبات رامنځ ته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کورنیو چارو وزارت دوه اوونۍ وړاندې د را روانو ټولټاکنو لپاره خپل بشپړ امنیتي پلان د ټاکنو خپلواک کمیسون ته وسپاره.

په دې پلان کې افغان امنیتي ادارو ډاډ ورکړی چې په ټول هېواد کې د ټاکنو د امنیت تامینولو توان لري.

دغه راز د افغانستان د دفاع وزارت هم وار دمخه ویلي چې ملي اردو، پولیس او د ملي امنیت کارکوونکي د ټاکنو کمیسیون له غوښتنو سره سم د چارو سمبالښت ته تیار دي.

ورته مطالب