په پکتیکا کې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي

Image caption د پکتیکا چارواکي وايي سېلابونو د تروه ولسوالۍ ډېره ځپلې او لږ ترلږه یې ۱۰۰ کورونه نړولي دي

د پکتیکا ولایت والي محب الله صمیم بي بي سي ته ویلي د دغه ولایت په تروا ولسوالۍ کې سېلابونو ۱۰۰ کورونه، ۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې او ۱۵۰ څاروي یې وژلي دي.

نوموړی وايي لږ ترلږه یو کس ټپی شوی او دوه کسان ورک دي چې ګومان کېږي چې مړه شوي به وي.

زموږ همکار بلال سروري په دې هکله په خپل رپوټ کې د ښاغلی صمیم له قوله وايي د پاکستان له پولې سره نیژدي د تروه ولسوالۍ سخته ځپل شوې او ښايي چې دغلته خلکو ته د اوښتې مالي او ځاني زیان کچه لوړه وي.

چارواکي وايي له تروه ولسوالۍ سره په اړیکو ټینګولو کې ستونزې شته او دوی نه دي تونیدالي چې دغلته د حالاتو جاج واخلي.

خو ښاغلي صمیم دومره ویلي چې د سیمې اکثره اوسیدونکي بزګران دي او د دوی ټول فصلونه له مینځه تللي دي.

هغه په وړمامي ولسوالۍ کې هم د سیلابونو د وتلو خبره وکړه خو د ځاني او مالي زیانونو په اړه تراوسه کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د پکتیکا ولایت چارواکي په تروا او وړمامي ولسوالیو کې د سېلابونو د وتلو خبره په داسې حال کې کوي چې د هېواد په نورو سیمو کې هم د سختو بارانونو له امله سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي.

په دې لړ کې د پلازمېنې کابل په شکردره ولسوالۍ کې سېلابونو او ږلۍ خلکو ته درانه مالي او ځانونه زیانونه واړول او تر شلو ډېر خلک یې ووژل چې ډېری یې ماشومان او ښځې وې.

د سېلاب په قربانیانو کې هغه ماشومان او ښځې هم وو چې د کوچني اختر د خوښیو لپاره دغه کلي ته تللي وو.

ورته مطالب