جمهوریت روغتون، یا هېر شوی روغتیايي مرکز

Image caption د جمهوریت روغتون چې ډېرو په کې د با کیفیته او په عصري وسایلو سمبال توکو د درملنې هیله درلود ه، خو اوس یوازې د یوې ښکلې څو پوړیزې ودانۍ په توګه په کابل ښار کې ولاړ دی.

د افغانستان د وزیرانو شورا ددغه هېواد د روغتیا وزارت ته سپارښتنه کړې چې په راتلونکو درېیو اونیو کې د جمهوریت په نوم روغتون فعالیت ته چمتو کړي.

د جمهوریت روغتون چې ډېرو په کې د با کیفیته او په عصري وسایلو سمبال توکو د درملنې هیله درلود ه، خو اوس یوازې د یوې ښکلې څو پوړیزې ودانۍ په توګه په کابل ښار کې ولاړ دی.

د دغه روغتون دروازې له څلورو کلونو راهیسې تړلې دي او د یوې هېرې شوې ودانۍ په څېر یې شاوخوا ته د الوتونکو له چغاري او اوبو څاڅکي پرته بل څه نه اورېدل کېږي.

څلور کاله وړاندې د روغتیا وزارت ویلي وو چې پنځه ویشت میلیونه ډالره یې پر ودانۍ او درې میلیونه ډالره یې پر طبي وسایلو لګول شوي.

هغه مهال چارواکو ویل چې په دې روغتون کې ډېر پرمختللي وسایل له التراسونډه نیولې تر سیټي سکن، د وینو د تصفیې لپاره ماشینونه، رنګه اکسرې او داسې نور وسایل شته او دا یې هم ویل چې دغلته به د تخصصي روزنې لپاره امکانات برابر کړي.

جدي ستونزې

خو دا هرڅه اوس مهال تر خاورو او ګردونو لاندې پټ پراته دي.

د تېرې دوشنبې په ورځ (اګست ۱۲) د افغانستان د وزیرانو شورا د عامې روغتیا له وزارته وغوښتل چې تر راتلونکو دریو اونیو پورې دغه روغتون فعال کړي.

د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل بي بي سي ته وویل چې د دې روغتون د نه کارولو دلیل ځینې جدي ستونزې دي چې لاهم په کې پاتې دي، خو وایي دا ستونزې یې د چینایي چارواکو تر غوږو ور رسولې دي:

''د جمهوریت روغتون د ودانۍ له اړخه یو څه جدي ستونزې لري په تېره بیا د هوا د پاکولو او تصفیې لپاره هېڅ سیستم نه لري. د عمیلات خونې او هم په دې روغتون کې پخلنځی نه لري. د دې ترڅنګ ځینې نورې ستونزې هم شته چې موږ دا ستونزې په کابل کې د چین سفارت له لوري د هغه هېواد چارواکو ته رسولې دي. چین ژمنه کړې چې د اګست د میاشتې ترپایه به د خپلو یو شمېر مسلکي وګړو په مرسته دغه ستونزې له منځه یوسي او روغتون به فعال شي او موږ به تر دریو اونیو په موده کې د پرمختګونو په اړه خپل راپور وړاندې کړو''.

دغه ودانۍ چې په ۱۳۸۳ کال کې تر کار لاندې وه پر کارګرو راولوېده او لس افغان کارګر یې تر خاورو لاندې مړه کړل.

ددې ودانۍ څو ګامه هاخوا څو یو پوړیزې ودانۍ د کانتینرونو په بڼه لیدل کېږي چې د پخواني جمهوریت روغتون پر ځای په لږو امکاناتو کار کوي.

دا مهال ډېری افغانان د درملنې لپاره هند او پاکستان ته ځي.

ورته مطالب