افغان چارواکي وايي لوی قاچاق وړونکي يې نيولي دي

Image caption چارواکي وايي نيول شويو کسانو لسګونه ټنه نشه يي توکي بهرنيو هېوادونو ته قاچاق کړي.

افغان ځواکونو د نشه يي توکيو دوه تنه داسې قاچاق کونکي نيولي دي، چې په وينا يې نومونه يې د دغه هېواد د لسو تنو سترو قاچاق کونکو په نوملړ کې وو.

دا کسان تورن دي چې ګواکې د نشه يي توکيو له نړيوالې مافيا سره يې اړيکي لرل.

چارواکي وايي نيول شويو کسانو لسګونه ټنه نشه يي توکي بهرنيو هېوادونو ته قاچاق کړي.

د کورنيو چارو وزارت د دغو دوو تنو قاچاق کونکو نيول د نشه يي توکيو ضد مبارزې په ترڅ کې خپله يوه لويه لاس ته راړونه وبلله.

چارواکي وايي نيول شوي کسان د افغانستان د لسو سترو قاچاق کونکو په نوملړ کې راتلل او په وينا يې د نشه يي توکيو له نړيوالې مافيا سره يې اړيکي لرل.

د کورنيو چارو وزارت د رسنيو د برخې مشر مهدي کاظمي بي بي سي ته وويل دغه کسان له شاوخوا شلو کلونو راهيسې د نشه يي توکيو په قاچاق کې ښکېل وو، او د سيمې او نړۍ په کچه يې دا چاره تر سره کوله.

"د دوى تر ډېره کچه په قاچاق کې لاس درلود. موږ له نړيوالو سفارتونو، او سمه یيزو هېوادونو سره هم دا معلومات شريک کړل. هغوى هم د دوى په اړه کشفي او استخباراتي معلومات لرل او هم یې د دې خبرې پخلى وکړ چې دوى د نشه يي توکيو له لسو لويو قاچاق کونکو څخه وو."

کورينو چارو وزارت وايي دغه دوه نيول شوي قاچاق کونکي د نشه يي توکيو په کر، راټولونه، پروسس، پلورنه او بهرنيو هېوادونو ته استونه کې ښکېل وو.

په تېر کې يو شمېر ګوت نيونکو او ان ځينو لوړ پوړو افغان چارواکو ويلي چې د نشه يي توکيو په کاروبار کې يو شمېر لوړپوړي حکومتي کارکونکي ښکېل دي چې په وينا يې هم دې چارې د نشه يي توکيو پر وړاندې مبارزه ټکنۍ کړې ده.

د افغان ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي هم څلور مياشتې مخکې ويلي وو چې ان د پوليسو ګاډي د نشه يي توکيو د لېږدولو لپاره کارول کېږي، خو کورنيو چارو وزارت هغه مهال دا تور رد کړى و.

په پخوا کلونو کې يو شمېر لوړ پوړو افغان چارواکو خو تر دې هم ويلي وو چې د لويو قاچاق وړونکو يو نوملړ يې د خپرلو په موخه چمتو کړى دى، خو دغه نوملړ هېڅکله خپور نه شو.

او اوس چې کورنيو چارو وزارت د لسو لويو قاچاق وړونکو د نوملړ يادونه کوي دا هم نه دى خپور شوى.

د نشه يي توکيو ضد لس کلنې مبارزې په ترڅ کې د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې له هڅو سره سره بيا هم افغانستان د نړۍ په کچه د نشه يي توکيو د توليدونکو هېوادونو په نوملړ کې د سر ځاى لري چې په يوازې ځان د نړۍ څه باندې ٩٠ سلنه نشه يي توکي توليدوي.

ورته مطالب