وسله والو حکومت مخالفو ته بل نوم څه مانا لري؟

Image caption په افغانستان کې له شاوخوا دیارلسو کلونو راهیسې یوه ډېره خونړۍ او د لګښت له پلوه درنه جګړه روانه ده.

افغان حکومت او په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه د مخالفینو په وړاندې د خپلې لهجې په بدلولو هڅه کوي چې منځلارې ډلې د سولې له بهیر سره یو ځای کړي.

د سولې هڅو له ګړنډي کېدو سره د یاغیانو ټکي ته اوس د افغانستان "دښمنانو" نوم ورکول شوی او د ولسمشر حامد کرزي په وینا د وطندوستو طالبانو او د افغانستان د دښمنانو تر منځ توپیر شته.

زموږ همکار خوشحال تایب وايي له دې سره سره تر دې دمه د مخالفینو کوم ځانګړی تعریف نشته او خبري رسنۍ هم د هغوی په وړاندې په خپل وار بېلا بېل ادبیات او کلمې کاروي.

په افغانستان کې له شاوخوا دیارلسو کلونو راهیسې یوه ډېره خونړۍ او د لګښت له پلوه درنه جګړه روانه ده.

د آیساف ځواکونو مخالفینو ته نوی نوم ورکړی دی.

"د افغانستان دښمنان هڅه کوي افغان ځواکونه د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره وننګوي، خو هغوی د دغه کار وړتیا نه لري. افغان ځواکونه د دا شان پېښو په وړاندې د درېدو وړتیا لري".

په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کلونو کې چې د سیاسي ادبیاتو په بهیر کې د سولې خبرې اترې مطرح شوې، نو ورو ورو د حکومت به لهجې کې هم بدلون راغی.

د سولې خبرو په تودېدو، ولسمشر حامد کرزي د یاغیانو پر ځای د نا راضي وروڼو ټکی وکاراوه.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایدن په ۲۰۱۱ کال کې تر ولسمشر کرزي وړاندې له یوې امریکايي مجلې نیوزویک سره په خبرو کې ویلي و، امریکا په افغانستان کې د طالبانو ډله خپل دښمن نه بولي.

هغه مهال هم خبري رسنیو د ولسمشر کرزي هغه څرګندونې را اخیستې وې چې د ښاغلي بایډن د خبرو هرکلی یې کړی و او هیله یې ښوولې وه چې دا خبرې په افغانستان کې د سولې د راتګ لامل شي.

په همدې حال کې افغان حکومت او سیاستوال د خپل دښمن یا مخالفو ډلو په تړاو یو ځانګړی تعریف نه لري.

جنګیالي، یاغیان، د حکومت وسله وال مخالفین، ډار اچونکي، د هېواد دښمنان او د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په وروستیو کې د ناراضي وروڼو کلمې هغه ټکي دي چې لا اوس هم کارول کېږي.

خو له دې وروستیو خبري غونډو داسې ښکاري چې د حکومت ویندویان لا تر اوسه یوه خوله نه دي.

د امنیتي ځواکونو له خوا تبلیغاتي کلېپونه چې د رسنیو له خوا خپرېږي هم د پیغام له مخې توپیر سره کوي.

د پېښو پر مهال کله یاغي کله بلواګر او سولې ته د رابللو پر مهال بیا ناراضي وروڼو پیغام خپرېږي

د طلوع تلوېزیون د خبرونو او سیاسي خپرونو مشر لطف الله نجفي زاده وايي د هغوی کاري چارې دا اجازه نه ورکوي چې د مخالفو ډلو د نوم تر څنګ ښه یا بد صفت یاد شي

"زموږ د کار لارښود موږ ته ښيي چې هېڅ ډلې ته ښه یا بد صفت و نه کاروو. او د حکومت د مخالفینو په برخه کې کله کله غواړو چې یوازې د دوی کړنې وښیو. د بېلګې په ډول کله چې دوی په یوه ښار کې ځانمرګی برید کوي، نو دا څه ډول برید دی، وېره خپروي؟ خلک وژني؟ او یا هم نور څه. زموږ په ټولو راپورونو کې دې ته پام کېږي چې هېڅ ډلې ته ښه یا بد نوم ور نه کړو".

د بي بي سي پښتو څانګې همکار داود اعظمي د حکومتي ویندویانو څرګندونې له جګړه ییزو شرایطو سره تړلې بولي، خو د ښاغلي اعظمي په وینا بي بي سي د حکومت او مخالفینو په اړه څرګند تعریف لري.

دا کومه نوې کیسه نه ده، د ډاکتر نجیب او ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال د نظام مخالفین اشرار، نا راضي وروڼه او اپوزیسیون په نومونو یادېدل.

بل خوا مجاهدین هم د رسنیو له خوا د مقاومت او جهادي ډلو په نوم یادېدل.

وروسته بیا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال مخالفین چې عمدتا شمالي ټلواله وه د شر او فساد په نوم یادېدل.

اوس پوښتنه دا ده چې د مخالفو ډلو پر وړاندې د مختلفو او نا برابرو ادبیاتو کارول د خلکو پر ذهنونو څه اغېز پرې باسي.

ورته مطالب