د ولسمشرۍ دفتر: ټاکنو کې کرزی د هېچا ملاتړ نه کوي

Image caption د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي.

د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته ویلي چې ولسمشر کرزی د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هېچا د ملاتړ غږ نه کړی او نه نیت لري چې د چا حمایت وکړي.

ښاغلي فیضي وویل له څه مودې راهیسې ولسمشر حامد کرزي له یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره د افغانستان د سیاسي راتلونکي، انتخاباتو او ځینې نورو ملي مسایلو په اړه مشورتي غونډې پیل کړي دي.

دوی ومنله چې د غونډو دا لړۍ ادامه لري، خو ولسمشر د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د هېچا ملاتړ نه دی کړی او نه یې څوک هڅولي چې د کوم چا ملاتړ وکړي.

په کابل کې ځايي رسنیو د حکومت مخالفې متحدې جبهې د یوه ویاند ادعا خپره کړې وه چې ویل یې ولسمشر کرزي د مجاهدینو له مشرانو سره په خبرو کې د مجاهدینو د یوه مشر عبدالرب رسول سیاف د کاندېدا ملاتړ کړی دی.

خو د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل "په دې اړه په ځینو کورنیو او بهرنیو رسنیو کې خپاره شوي راپورونه کاملاً بې بنسټه دي."

د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپله ولسمشر حامد کرزی د کاندید په توګه د ګډون حق نه لري.

د افغانستان اساسي قانون وايي چې یو کس له دوو دورو ډېر پر دغې څوکۍ نه شي پاتې کېدای.

خو د ولسمشر کرزي ملاتړ د ډېرو په ګومان ښايي کاندیدانو ته خورا مهم رول ولوبوي.

ایمل فیضي وایي "ولسمشر په ټاکنو کې د لاسوهنې نیت نه لري او پوهېږي چې دغه ډول کار به د ده شخصیت او راتلونکی ته ښه نه وي، د یوه متقاعد ولسمشر په توګه ښاغلی کرزی غواړي د یوې ښې بېلګې په توګه یاد پاتې شي نو په همدې دلیل ازاد او عادلانه انتخابات د ده ستره هیله ده."

د ولسمشر کرزي د ورور قیوم کرزي په ګډون د ګڼ شمېر کسانو په اړه ګنګوسې روانې دي چې ښايي په ټاکنو کې کانديدان وي خو تر اوسه په رسمي ډول څوک څرګند شوي نه دي.

ورته مطالب