کابل کې سوالګرو امنيتي اندېښنې راټوکولي دي

Image caption ښاغلی پتنګ وايي د دې ستونزې د هوارې لپاره به ډېر ژر ګډه پروګرامونه پلي کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سوالګرو له ډېرېدو او د دوی په په جامه کې د څارګرو ادارو د احتمالي فعالیتونو له کبله اندېښنه څرګنده کړې.

دوی ویلي د دې ستونزې د هوارې لپاره به ډېر ژر له نورو وزارتونو سره په ګډه پروګرامونه پلي کړي.

نور محمد سعيد په خپل راپور کې وايي، همدا اوس یوازې په کابل کې زرګونه کسان خیرات غواړي، چې یو شمېر یې بهرنیان دي.

په دغو سوالګرو کې نارینه هم دي، ښځینه هم او ماشومان هم دي، د دوی ځینې ځوان او ځینې بوډاګان دي.

یو شمېر یې داسې دي، چې نیم لغړ دي او نور یې بیا په څادرونو او یا چادریو کې پټ، څوک په کې لږ پاک او ځیني نور بیا خیرن خچن دي. ځینې یې روغ رمټ تر سترګو کېږي خو ځیني نور بیا شل شوټ او معلول دي.

ځینې دغه سوالګر د سړکونو پر څنګلارو ناست او ويده وي او یو شمېر نورو یې بیا ماشومان په غېږو کې نیولي، چې په خواږه خوب ویده لیدل کېږي.

د دې ماشومانو داسې ویده کېدل هم پوښتنې راپورته کوي او ویل کېږي، چې دې ماشومانو ته مخدره درمل ورکول کېږي.

په دې کسانو کې د ځايي سوالګرو تر څنګ بهرنیان هم شته، چې افغانستان ته راغلي او خيرات ټولي.

د کابل ښار په یوه مارکیټ کې ناست بهرني سوالګر راته وویل، چې دی بیوزله سړی دی او له پاسپورټ او ویزې سره سروکار نه لري. هغه دا هم راته وویل چې ایله یوه ورځ مخکې افغانستان ته راغلی، خو عجیبه دا وه، چې نوموړي ښه سمه دري ژبه ویله.

یوه ځايي ځوان چې سپیلني یې دودول راته وویل، چې دوی ته اوس خلک ډېرې پېسې نه ورکوي، خو بيا هم په ورځ کې نژدې ۵۰۰ افغانۍ پيدا کوي.

Image caption د کورنیو چارو وزارت هم د سوالګرو د زياتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي

د دې ځوان څنګ ته یو بل ماشوم ولاړ و، چې وايي بوټان رنګوي، خو دی چې په کم عمرۍ کې خواري کوي وايي عاید یې د سوالګرو پرتله لږ دی.

عبدالواحد د پلازمېنې کابل په یوه ګوټ کې غریبانه هوټل لري، دی وايي، د خپل هوټل څو خونې یې بهرنیو سوالګرو ته په کرایه ورکړي دي.

دی وايي هغو ته خونې په کرایه نه ورکوي، چې قانوني اسناد و نه لري.

د کورنیو چارو وزارت هم د سوالګرو د زياتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.

وزارت وايي د دې احتمال شته چې په دغو کسانو کې د بهرنيو هېوادونو د استخباراتي ادارو کسان هم وي، چې د جاسوسي لپاره دلته راغلي وي.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مجتبی پتنګ وايي ډېر ژر به دې لړ کې له نورو وزارتونو سره خبرې او اقدامات وکړي.

ویل کېږي، چې ظاهراً د ازبکستان او تاجکستان یو شمېر اوسېدونکي هم د سوالګرۍ لپاره افغانستان ته راغلي دي.

د افغانستان په لارو کوڅو کې د دغو بې شمېره سوالګرو لر بر کېدل په هر صورت د ډېرو لپاره اندېښمنونکي دي.

ورته مطالب