د افغان کونسلېت د مامور خوشي کولو ته شرایط په ډاګه شول

Image caption ښاغلی هاشم د جولای د میاشتې په وروستیو کې له کوټې نا څرګندو وسله والو تښتولی و.

د بلوچستان ایالت مرکز کوټه کې د افغان کونسلګرۍ د بې درکه شوي مامور محمد هاشم پوپول عبرت کورنۍ بي بي سي ته ويلي چې وسله والو طالبانو د هغه د خوشي کولو لپاره شرایط په ډاګه کړي دي.

د ښاغلي پوپل د کورنۍ یوه غړي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل چې وسله والو طالبان د کندهار له زندانه د خپلو درو ملګرو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د کورنۍ غړي یې وايي چې تر اوسه افغان حکومت په دې برخه کې څه نه دې کړي.

د افغانستان د حکومت چارواکي او یا په کوټه کې د کونسلېټ چارواکي و نه موندل شول چې په دې باب څه ووايي.

ښاغلی هاشم د جولای د میاشتې په وروستیو کې له کوټې نا څرګندو وسله والو تښتولی و.

هغه وخت په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له پاکستاني چارواکو د هغه د موندلو غوښتنه کړې وه.

د افغان سفارت ویاند شمس زردشت بي بي سي ته د جولای په پای کې ویلي و چې دوی د پاکستان مرکزي حکومت او کوټه کې د کونسلګرۍ د بلوچستان له حکومت سره تماس نیولی او له هغوی یې د بې درکه شوي چارواکي په پیدا کولو کې د هڅو غوښتنه کړې ده.

افغان ویاند دا هم ویلي و چې پاکستان ډاد ورکړی چې د دغه افغان مامور په موندلو کې یې خپلې هلې ځلې پیل کړې دي.

ښاغلی پوپل له کوره د کونسلګرۍ پر لور روان و، چې تري تم شو.

تر اوسه پاکستاني پولیسو په رسمي توګه د ښاغلي پوپل په اړه هېڅ نه دي ویلي او نه یې هم کومې ډلې د تښتولو پړه منلې ده.

په پآکستان کې نور افغان مامورین او دېپلوماتان هم تښتول شوي دي.

د ۲۰۰۸ کال په سپټمبر کې پاکستان ته نومول شوی افغان سفیر عبدالخالق فراهي ناڅرګندو وسله والو خیبر پښتونخوا کې وتښتاوه.

افغان دېپلومات عبدالخالق فراهي له شاوخوا دوه کلن يرغمل وروسته خوشی شوی و.

ورته مطالب