د افغانستان په شمال کې ۲۰۰ هټۍ سوځېدلې دي

Image caption وويل کېږي په دغه مارکېټ کې پلاستيکي توکي، موبايلونه او برقي وسایل پلورل کېدل

د افغانستان په شمال کې د بلخ چارواکي وايي په يوه سوداګريز مارکېټ کې د اور لګېدو له امله لږترلږه ۲۰۰ هټۍ سوځېدلې دي.

اور د جمعې په ورځ ناوخته د شهزاده بای په شپږ پوړيزه مارکېټ کې ولګېد چې کابو څلور ساعته يې دوام وکړ.

دغه مارکېټ د مولانا جلال الدين محمد بلخي په واټ پروت دی چې د مزارشريف ښار سوداګريزه سيمه بلل کېږي.

د بلخ يوه امنيتي چارواکي عبدالرازق قادري بي بي سي ته وويل، اور لګېدنه د دغې ودانۍ د بيخ له پوړه پيل شوې، چې دغلته سوداګريز توکي ايښي و، او په لږ وخت کې يې ټوله ودانۍ ونیوله.

ښاغلي قادري وويل د جمعې د ورځې د رخصتۍ له امله د هټيو دروازې بندې وې او اور وژونکو په سختۍ سره وکولای شول اور کابو کړي.

ده وويل په دغه مارکېټ کې پلاستيکي توکي، نخي ټوټې، موبايلونه او برقي وسایل پلورل کېدل.

تر اوسه د اور د لګېدو اصلي لامل نه دی مالوم، خو د بلخ چارواکي وايي، دغه مارکېټ د اور ضد په سيستم سمبال نه و، او ښايي احتمالي بې پروايي د اور لګېدو لامل شوې وي.

د بلخ پوليس وايي د اور له امله د اووښتي زيان په اړه مالومات راټولوي، خو په دغه پېښه کې چاته ځاني زيان نه دی اووښتی.

پر همدې مهال په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي د اور زور دومره زيات و، چې د نن ورځې تر سهاره له ودانۍ لوګي پورته کېدل.

تېر کال په کابل کې د کاليو په يوه مارکېټ کې لګېدلي اور هټیوال ميليونونه ډالره تاواني کړل.

د دغه اور د لګېدو لامل له برېښنايي توکو په بې پروا ډول ګټه اخيستل په ګوته شوي و، او له هغه وروسته افغان چارواکو له هټۍ والو وغوښتل چې د خپل ځان او مال د خونديتوب لپاره اړين ګامونه پورته کړي.

افغان حکومت له هټۍ والو او د مارکېټونو له مالکانو وغوښتل چې د خپلو توکو او پانګې د ساتلو لپاره خپل شته بيمه کړي.

ورته مطالب