'رسنۍ دې د بېسوادۍ له منځه وړلو کې ونډه واخلي'

Image caption رسنۍ بايد له بیسوادۍ سره په مبارزه کې د دویم ښوونځي رول ولوبوي

د افغانستان د پوهنې وزارت او مدني ټولنې له رسنیو غواړي، چې د بېسوادۍ له منځه وړلو کې ونډه واخلي او د لیک لوست د زده کړې پروګرامونه په وړیا ډول خپاره کړي.

د پوهنې وزارت وايي د بودیجې د لږوالي له کبله دغه هېواد ۲۰ کاله وخت ته اړتیا لري، چې خپل ټول نالوستي وګړي لوستي کړي.

نور محمد سعيد په څپل راپور کې وايي، چې ناامني، فقر او د امکاناتو نه شتون هغه څه دي، چې د بې سوادۍ لاملونه بلل کېږي.

افغانستان کې یو شمېر هغه اوسېدونکي چې اوس د پاخه عمر دي وايي، په کم عمرۍ کې به تلویزیون ورته د دویم ښوونځي حیثیت درلود او له تلویزیونه به یې ډېر څه زده کول.

اوس د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي، باید رسنۍ او په خاصه توګه راډیو ټلویزیون له بیسوادۍ سره په مبارزه کې د دویم ښوونځي رول ولوبوي.

همدا اوس د تعلیمي راډیو ټلویزیون په نوم ځانګړې رسنۍ د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د لیک لوست د زده کړې لپاره ځانګړې خپرونې لري.

خو د دغې ادارې ډېری خپرونې له بهرنیو هغو څخه اخیستل کېږي، چې د ډېرو بېسوادو کسانو لپاره پرې پوهېدل ګران دي.

د دې ادارې رییس صفی الله ځير وايي، د دوی خپرونې په اوړو کې د مالګې په اندازه لږ دي، او په یوازې سر نه شي کولای ټولې اړتیاووې پوره کړي.

Image caption وزارت وايي د بېسوادۍ ختمولو لپاره راتلونکو ۲۰ کلونو کې هر کال ۷۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکو د هېواد په لروبرو کې له ۵۰ ټلویزیوني او ۱۵۰ رادیويي شبکو څخه وغوښتل، چې د لیک لوست د زده کړې پروګرامونه په وړیا توګه خپاره کړي.

دا د پوهنې وزارت هغه غوښتنه وه، چې د مدنې ټولنو له خوا هم تایید شوه.

د پوهنې وزارت له شمېرو سره سم دا مهال د افغانستان د نفوس په سلو کې ۶۵ کسان نالوستي دي، چې د دوی په وینا د دې کسانو لوستي کولو لپاره باید د انکشافي او عادي بودیجې په نوم هر کال ۲۰ میلیونه ډالره ځانکړي شي.

په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت مسوولینو په وینا لږ تر لږه د بېسوادۍ د کمښت لپاره هر کال ۷۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

اوس مهال افغانستان کې د لیک لوست د زده کړې ۲۷ زره کورسونه شته، چې په کې نژدې ۵۷۰ زره کسان د لیک لوست په زده کړې بوخت دي.

ورته مطالب