د تیلیفون له لارې ځورونې

فون
Image caption کله کله ملګري هم بازار کې سیم کارت واخلي او خپل دوستان پرې ځوروي.

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې زرګونه کسان د تیلیفون له لارې ګواښل کېږي، خو لا یې هم مخه نه ده نیول شوې.

له دا ډول بېلګو یوه هم په ختيځ کونړ ولایت کې ادريس غروال ددغو ډول ډېرو تیلیفوني ګواښونو سره مخامخ شوى.

دى وايي کله کله دغه خبرداري ريښتوني او کله هسې د ځورولو په موخه کيږي.

ښاغلى غروال وايي امنيتي ادارې هم د ځورېدلو پر شکايت هسې غور چې درد یې ټکور کړي، نه کوي:

''ماته خپله دغه ډول ګواښونکي ټیلیفونونه شوي، چې موږ به تا ووژنو، بيا چې دغه شمېره تعقيبوي يا ټیلیفون بند وي او يا یې نه پورته کوي.

''کله چې دغه شمېره امنيتي ارګانونو ته وسپارل شي هغوې پرې غور نه کوي او تر اوسه چې کومه شمېره ورکړل شوې هغه نه لټول شوې او نه هم ګواښونکى موندل شوى''.

اخلاقي جرم

کله کله دا کار ملګري هم کوي، په بازار کې سيم کارت واخلي او خپل دوستان پرې ځوروي، چې دا يو اخلاقي جرم دى، خو کله کله دغه ګواښونه ريښتوني وي''.

د دې لپاره مهمه دا ده چې کله سيم کارت ورکول کېږي بايد يو تضمين ترې واخیستل شي او بيا سيم کارت ورکړل شي، نو بيا به دغسې ستونزه نه پيدا کيږي''.

پر ټیلیفون يوازې مرګوني ګواښونه نه کيږي، سپکې سپورې، نيمه شپه له خوبه را ویښول او ان د نجونو ځورول راځي چې کورنۍ شخړې او بدګومانۍ رامنځ ته کوي.

استخباراتي چارواکي وايي دوی ته رسېدلي د خلکو شکايتونه بابيزه نه ګڼي، خو وايي ډېرې دغه ډول سيم کارتونه په تور بازار کي خرڅيږي چې بيا يې خبرې کوونکي په اسانۍ نه موندل کېږي.

بله پلمه دا ښوول کېږي چې ګنې ځورونکى د حکومت په ولکې لاندې سيمه کې نه اوسي.

Image caption دا مهال د افغانستان ډېری وګړي له ګرځنده تیلیفونونو ګټه اخلي.

ډېر خلک به ښايي امنيتي اداروته په اسانۍ ځان ونه شي رسولى، چې خپل شکايت ور ورسوي، خو د مخابراتو وزرات يوه لنډه لار ښيي او وايي چې هر څوک ددغه وزارت په ځانګړې ۹۹۹ شمېره خپل شکايت تر دوی رسولى شي.

د مخابراتو په وزارت کې د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې مرستيال خير محمد فيضي وايي دغه شکايت همغه شېبه د کورنيو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې ادارې او اړونده مخابراتي شرکت ته ورکوي.

د ښاغلي فيضي خبره ده، چې تر اوسه يې زرګونه دغه ډول سيم کارتونه چې خلک پرې ځورول شوي بند کړي:

''د شکايتونو د اخیستو په خاطر موږ يوه څانګه جوړه کړې چې نهه سوه نهه شمېره لري، دغې شمېرې ته د افغانستان له هر ځاى او هرې شبکې تیلیفون کولى شي، که چېرې ورته څوک ستونزه جوړوي.

زموږ مامورين دغه شکايت ثبتوي او اړونده شرکت ته ليک ورلېږي. ددې سره جوخت دغه موضوع د کورنيو چارو وزارت جنايي څانګې ته ليږل کيږي، هغوی بيا دغه کس په شرکت کې د شته اسنادو له مخې زموږ په غوښتنه راغواړي.

تر اوسه په زرګونو کسان چې خلک يې ځورولي او يا يې ورته کنځلې کړي، تیلیفون يې بند شوى او ورته جزا وړکړل شوې''.

سره له دې چې د مخابراتو د وزرارت دغه چارواکى ټیلیفوني سرغړوونکو ته د سزا خبره کوي، خو لا رسنيو د دغه ډول کسانو د سزا او جزا خبرونه، نه دي خپاره کړي چې دردېدلي يې واوري.

ډېر مخکې افغان حکومت د نا ثبت شوو سيم کارتونو د بندولو خبره کړې، خو لا يې پر دغې چارې برلاسى نه دى موندلى.

ځينې په دې باور دي چې د ناثبت شوو سيم کارتونو بندول د شرکتونو ګټو ته زيان اړوي، خو تر هغه چې شرکتونه د ګواښونکو ټیليفونوالو مخه ونه نيسي، خلک به له ستغو سپورو خلاص نه شي.

دغه ډول وګړي چې پرله پسې د ټیلیفون له لارې کړول کېږي وايي ان په اروايي ناروغيو اخته شوي.

خلک ددغه څه په غبرګون کې د تیلیفوني اسانتياوو له منځه وړل نه غواړي، بلکې د ټیلیفون ناسمو کاروونکو ته سزا غواړي، چې تر اوسه نه ده پلې شوې.

ورته مطالب