د زمري ۲۸ د خپلواکۍ ۹۴ کلیزه ده

مراسم
Image caption د سږ کال د خپلواکۍ لمانځلو مراسم هغسې نه وو لکه پخوا به چې خلکو لمانځغونډې جوړولې.

د دوشنبې پر ورځ (اسد ۲۸) د افغانستان پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو ښارونو کې د خپلواکۍ ۹۴ کلیزه ولمانځل شوه.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د دفاع وزارت د ننه هغو مراسمو کې ګډون کړی، چې د کابینې وزیران او بهرني دیپلوماتان ورغلي وو.

ولسمشر کرزي د ازادۍ پر څلي د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د ګلانو ګېډۍ کېښودې.

انځورونه وګورﺉ

د افغانستان پخواني پاچا غازي امان الله خان ټیک ۹۴ کاله وړاندې پر همدې ورځ له انګریزانو د خپلواکۍ اخیستو اعلان وکړ.

د دفاع وزارت د ننه د خپلواکۍ مراسم د ۲۱ توپونو په ویشتلو سره پیل شول.

دفاع وزارت کې د لویو افغان اتلانو انځورنه اېښودل شوي وو.

د سږ کال د خپلواکۍ لمانځلو مراسم هغسې نه وو لکه پخوا به چې خلکو لمانځغونډې جوړولې.

تر ډېره د دغو محدوده لمانځلو دليل ناامنۍښودل شوي.

پنځه کاله وړاندې کله چې د مجاهدينو د بري د ورځې په لمانځغونډه بريد وشو او درې تنه په کې ووژل شول، دغه غونډې محدودې شوې.

Image caption له نن ٩٤ کلونه مخکې برتانوي امپراتورۍ د يوۀ تړون په پايله کې د افغانستان خپلواکي په رسميت وپېژنده او امان الله خان پاچا د کابل په عيدګاه جومات کې اعلان کړه.

له ننه پوره ٩٤ کلونه مخکې د افغانستان او برتانوي ښکېلاک د استازو تر درې پړاويزو خبرو اترو وروسته د افغانستان د خپلواکۍ لاسوند د افغانستان د هغه مهال د بهرنيو چارو د وزير محمود طرزي او برتانوي استازي دا پس له خوا لاسليک شو.

تر دې وروسته امان الله خان پاچا د پلازمېنې کابل خلک او حکومتي کارکونکي عيد ګاه جومات ته ور وبلل او د افغانستان د خپلواکۍ زېرى يې پرې وکړ، ورسره جوخت برتانیايي هم د افغانستان خپلواکي په رسميت وپېژندله.

له کلونو کلونو د زمري اسد ٢٨ نېټه د افغانستان په کليز کې عامه رخصتي وي، د جګړو تر کلونو مخکې دا جشن په خورا رنګينو، زړه راښکونکو، او شاندارو مراسمو لمانځل کېده.

خو سږکال په خواله رسنيو او ځانګړي ډول فېسبوک کې افغان وګړو د انځورو، شعرونو او پيغامو په خپرولو سره دا ورځ د بلې هرې ورځې په پرتله په پراخه کچه لمانځلې ده او لا يې لمانځي.

ورته مطالب