ولسمشر کرزی وايي د ښځینه چارواکو امنیت وساتئ

Image caption په دې وروستيو کې د مشرتابه د پوړ د ښځو پر وړاندې امنيتي ننګونې ډېرې شوې بلل کېږي.

ولسمشر حامد کرزي ويلي اړوندو امنيتي بنسټونو ته يې دنده سپارلې چې د مشرتابه د پوړ ښځو امنيت خوندي کړي او په دې برخه کې اړين ګامونه واخلي.

ښاغلي کرزي دا څرګندونې د ښځينه مدني فعالانود يوۀ پلاوي دې غوښتنې ته په ځواب کې کړي، چې د مشرتابه د پوړ ښځې له امنيتي پلوه خوندي کړي، ځکه چې په وينا يې په دې وروستيو کې دغه راز يو شمېر ښځې له امنيتي پېښو او اندېښنو سره مخامخ شوې دي.

دغو ښځينه مدني فعالانو له ولسمشر حامد کرزي سره استدلال کاوۀ چې ګواکې د ښځو امنيت خوندي کول ډېر اړين دي ځکه که يوه ښځه د نا امنۍ د پېښې ښکار شي، ښايي سل کورنۍ د ورته اندېښنو له کبله خپلې ښځې له دندو وګرځوي او په کورونو کې يې کښېنوي.

د ياد شوي پلاوي يوه غړې او مدني فعاله پلوشه حسن وايي ولسمشر ته يې وويل چې په دې وروستيو کې د مشرتابه د پوړ د ښځو پر وړاندې د نا امنۍ پېښې ډېرې شوې دي چې په وينا يې د مشرانو جرګې د څو تنو ښځينه سناتورانو ګواښل او د ولسي جرګې د يوې غړې بې درکه کېدل يې جوتې بېلګې دي.

اغلې حسن وويل د دغه راز پېښو پر وړاندې يې له ولسمشره مرسته وغوښته.

د افغان ولسمشر حامد کرزي د وياند مرستيالې عادلې راز بي بي سي ته وويل چې ولسمشر د مدني ټولنې ښځينه پلاوي ته ډاډ ورکړ چې دا ستونزه يې له اړوندو امنيتي بنسټونو سره ياده کړې او ورته يې ويلي دي چې د مشرتابه د پوړ د ښځينه کارکونکو د امنيت خوندي کولو په برخه کې اړين ګامونه پورته کړي.

په دې وروستيو کې د مشرتابه د پوړ د ښځو پر وړاندې امنيتي ننګونې ډېرې شوې دي.

تېر ميلادي کال هم د لغمان د ښځو چارو مشره حنيفه ساپۍ د ماين په يوه چاودنه کې ووژل شوه، چې ور پسې شاوخوا څلور مياشتې وروسته د ياد شوي رياست سرپرسته ناجيه صديقي هم د ناڅرګندو وسله والو له خوا ووژل شوه.

ښځينه مدني فعالانې وايي چې دغو ښځو نه اړين ساتونکي لرل او نه هم خوندي ګاډي تر دې چې په رېکشا کې يې تګ راتګ کاوه.

ورته مطالب