افغانستان کې د وړیا مشورو دفترونه

Image caption دغه دفترونه د برتانيا د پرمختيايي ادارې، افغانستان ټولنې، منځنۍ اسيا او د بشري حقونو اروپايي کمپاين پر مټ پرانيستل شوي دي.

د افغانستان پلازمېنه کابل او د بغلان په مرکز پلخمري کې د سلا مشورو داسې دفترونه پرانيستل شوي، چې اړمنو کسانو ته په حقوقي، روغتيايي او نورو برخو کې په وړيا توگه لازمې مشورې ورکوي.

خلکو ته دغه حقوقي او روغتيايي مشورې د ټيليفون له لارې ورکول کيږي.

زموږ همکار محمود کوچی وايي،۱۲۰ هغه شمېره ده چې د عامې روغتیا وزارت، ملګرو ملتونو او د کورنيو د لارښوونې له دفتره له کورنيو سره د مرستې په موخه فعاله شوې ده، په دغې شمېره دوه مشوره ورکوونکي چې يوه ښځينه او بل يې نارينه دى، خلکو ته په وړيا توگه مشورې ورکوي.

په روغتيايي برخه کې د ميندوارۍ، ودونو، جنسي ناروغيو او نورو ناويلو روغتيايي ستونزو په اړه خلکو ته مشورې ورکړل کېږي.

په کابل کې د کانادا سفارت هم يوې نا دولتي ټولنې ته پيسې ورکوي چې د تيليفون له لارې خلکو ته په حقوقي برخو کې مشورې ورکړي ، چې شمېره يې ۶۴۶۴ ده.

په کابل کې د دغه سفارت د مطبوعاتو مشر جمیل الکوزی وايي چې هره ورځ شاوخوا تر پنځوسو زيات زنگونه دغې شمۍرې ته ورځي او لازمې مشورې تر لاسه کوي.

خو د تيليفوني مشورو ترڅنگ اړمنو خلکو ته مخامخ مشورې هم ورکړل کېږي.

په کابل او پلخمري کې پرانيستل شوي دفترونه دغه چارې پر مخ بيايي چې مالي لگښت يې د برتانيا پرمختيايي ادارې پرغاړه اخيستى.

خو د افغانستان گڼ اوسېدونکي چې په ليک لوست نه پوهېږي او تر ډېره له خپلو حقونو بې برخې پاتې دي، نو د يو شمېر خلکو په گومان د دغو خلکو لپاره د سلا مشورو دفترونه هغه اسانتياوې دي چې تر ډېره د هغوى د ستونزو په هواري کې مرسته کولى شي.

ورته مطالب