کرزی: امنيتي تړون ته د جرګې رابلل حتمي دي

کرزی
Image caption ښاغلي کرزي وويل د تړون لاسليکېدو ته بېړه نه لري او هغه مهال يې لاسليکوي چې غوښتنې يې ومنل شي

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي له امريکا سره د امنيتي تړون لپاره د جرګې رابلل حتمي دي او وروستۍ پرېکړه د دوی له لورې کېږي.

ښاغلي کرزي وويل حکومت او ملي شورا د دې وړتيا نه لري چې په يوازې سر، پرته د خلکو له سلا د دومره لويې موضوع په اړه پرېکړه وکړي.

ولسمشر کرزي دغه څرګندونې د سياسي مخالفينو د هغو اندېښنو په ځواب کې وکړې، چې وايي ګواکې حامد کرزی غواړي په دې ډول د خپلې واکمنۍ موده نوره هم وغځوي.

ښاغلي کرزي يو ځلې بيا ټينګار وکړ، تر هغه چې په افغانستان کې د امنيت او ټيکاو د راتلو په اړه امريکا ډاډ نه وي ورکړی دغه تړون به لاسليک نه کړي.

ده وويل دغه جرګه نه يوازې له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليکېدو لپاره رابولي، بلکې ناټو هم غواړي چې په افغانستان کې خپل حضور ولري، او د دې لپاره د درستو افغانانو پرېکړه حتمي.

حامد کرزي وويل دغه جرګه د افغانستان له واقعي استازو جوړه وي او د هېواد د هر ګوټ وګړی به په کې خپل شتون احساس کړي.

خو ده د دغې جرګې د جوړېدو نېټه ونه ښوده او نه يې هم د جرګې د ګډونوالو شمېره په ګوته کړه.

د ولسمشر کرزي د دې څرګندونو اشاره د امريکا له لوري هغه ضرب الاجل ته وه چې ويلي و، د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي تړون بايد تر اکتوبر مياشتې لاسليک شي.

حامد کرزي وويل افغانستان د تړون لاسليکېدو ته ډېره بېړه نه لري او يوازې هغه مهال به يې لاسليکوي چې غوښتنې يې ومنل شي.

په افغانستان کې د امنيت ټينګښت، په وسلو د افغان ځواکونو سمبالول او روزنه او د ګاونډيو هېوادونو د بريدونو پر وړاندې د افغان ځواکونو ملاتړ هغه مهمې غوښتنې دي، چې کابل واشنګټن ته وړاندې کړې دي.

په تړون کې تر اوسه رادبره شوې تر ټولو لويه ستونزه د امريکايي ځواکونو قضايي خونديتوب دی.

امريکا په دې هڅه کې ده چې د نورې نړۍ په څېر په افغانستان کې هم د دوی ځواکونه قضايي خونديتوب ولري.

افغان ولسمشر حامد کرزي بيا بيا ويلي چې له امريکا سره امنيتي تړون د افغانانو په ګټه دی، خو شرط يې دا دی چې په تړون کې د افغانانو غوښتنې ټکي په ټکي ومنل شي.

ده وويل مهمه نه ده که دغه تړون له اوسني حکومت او يا هم راتلونکي حکومت سره کېږي، بلکې مهمه دا ده چې په دې ښه بحث وشي او د ګټو او زيانونو له ارزولو وروسته په پوره دقت لاسليک شي.

ورته مطالب