کاپيسا کې د پوځ پر مرکز وسله وال بريد شوی

Image caption ښاغلی قادري وايي په دغه نښته کې لس وسله وال او درې سرتېري ټپیان شوي دي

د افغانستان له شمال ختيځ کاپيسا ولايت نه راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو د افغان امنيتي ځواکونو پر يوه مرکز بريد کړی دی.

ولايتي چارواکي وايي وسله والو د تګاب په ولسوالۍ کې د پوځيانو پر يوه مرکز د ډله ییز وسله وال برید په پايله کې اووه کسه وژل شوي دي.

د والي وياند قيس قادري بي بي سي ته ويلي چې په دغه بريد کې لږ تر لږه پنځه وسله وال او د افغان پوځ دوه سرتېري وژل شوي دي.

ښاغلی قادري وايي په دغې کابو دوه ساعته نښته کې لس وسله وال او د پوځ درې سرتېري ټپیان شوي هم دي.

ځايي چارواکي وايي، وسله والو نن سهار لومړی د پوځ د یوه مرکز په مخکې موټر بم چاودنه وکړه او بیا یې په ډزو پیل وکړ.

د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري وايي، وسله والو غوښتل چې یاد پوځي مرکز ونیسي، خو د افغان پوځ له سخت مقاومت سره مخامخ شول.

طالبانو رسنيو ته په یوه استولې اعلاميه کې ويلي ملګرو يې د افغان امنيتي ځواکونو او بهرنيو ځواکونو دغه مرکز ويجاړ کړی دی.

خو د کاپيسا ځايي چارواکي وايي چې مرکز ته ډېر لږ زيان اووښتی دی.

د کاپیسا ولايت د تګاب او نجراب هغه ولسوالۍ دي چې ډېر ځله د وسله والو طالبانو له لوري پرې بريدونه شوي دي.

ورته مطالب