کرزی له نواز شريف سره د افغانستان پر سوله غږېږي

کرزی، نواز
Image caption د ولسمشرۍ دفتر وايي دا پاکستان ته د ښاغلي کرزي شلم سفر دی

افغان ولسمشر حامد کرزی د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته له رسېدو وروسته اوس له لومړي وزير نواز شريف سره په خبرو بوخت دی.

ښاغلی کرزی او لومړی وزير نواز شريف به له غونډې وروسته اعلاميې خپرې کړي.

له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې افغان او پاکستاني مشران به په افغانستان کې د سولې، له ترهګرۍ سره د مبارزې او اقتصادي اړيکو په اړه وغږېږي.

که څه هم ولسمشر کرزي ويلي دي چې پاکستان ته يې پخواني ۱۹ سفرونه هغومره ګټور نه و، چې تمه يې کوله، خو ويې ويل چې د دواړو هېوادو ترمنځ اړيکې بايد وساتل شي.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال طاهر خان د پاکستاني سرچینو له قوله ويلي، چې د ولسمشر کرزي د سفر یو هدف دا دی چې د "ګټورو خبرو" بهیر پرمخ بوځي.

راپورونه وايي چې په دغو دوه اړخيزو خبرو کې به دواړه غاړې په سیمه کې د راتلونکي وضعیت او دوو اړخیزو اړیکو په پراختیا غور وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، لومړي وزیر نواز شریف دوه ځلې له حامد کرزي سره پر تلیفون خبرې کړې دي:

"د ښاغلي کرزي سفر به د اړیکو پیاوړي کولو روانوهڅوته یو قوي حرکت ورکړي ا و د دواړو هېوادونو مشران به په سیمه کې د تلپاتې سولې، امنیت، ثبات او ګډو هڅو زیاتولو پر سر وغږېږي".

سرچینې د پاکستان د لومړي وزیر له خولې ویلي، چې نوموړی د یوه خوشحاله او خوندي ګاونډي هېواد لپاره هیله لري.

په ننني سفر کې به ولسمشر کرزی له خپل پاکستاني سیال اصف علي زرداری سره هم لیدنه ولري خو دغه کتنه به یې ډیره تشریفاتي بڼه ولري او خبریالانو ته به په کې د ګډون اجازه نه ورکول کیږي.

دارنګه به ولسمشر کرزی او لومړی وزیر نوازشریف له خبرو وروسته مطبوعاتي خبرپانه خپره کړي او خبریالانو ته د پوښتنو کولو وخت نه ورکول کیږي.

په دغه سفر کې به ولسمشر کرزی په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت د نوې ودانې ډبره هم کیږدي.

ورته مطالب