ایټالیا وايي افغانستان کې د خپل حضور بڼه بدلوي

 انریکو لیتا
Image caption ایټالیا دا ژمنه هم کړې وه، په هرات کې د مرمر ډبرو د پروسس په موخه پرمختللي او مدرن ماشینونه دې ولایت ته ولېږدوي.

کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره د ایټالیا لومړي وزیر انریکو لیتا خبري غونډې ته وویل، چې تر ۲۰۱۴ وروسته به افغانستان کې پاتې کېدونکي ایټالوي ځواکونه له روزنې سره مرسته وکړي.

نوموړي وویل، چې ایټالیا به افغانستان یوازې پرېنږدي.

انریکو لیتا وویل، ایټالیا لکه د افغانستان د نورو نړیوالو همکارو هېوادونو په څېر، تر ۲۰۱۴ او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دغه هېواد یوازې نه پرېږدي.

نوموړي وویل: ''موږ افغانستان کې د امنیت راتلو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او اقتصادي پرمختګ لپاره ګډ هدف لرو، له نړیوالو همکارانو سره یوځای به افغانستان یوازې پرېنږدو''.

د ایټالیا لومړي وزیر ژمنه وکړه، چې تر ۲۰۱۴ وروسته به یې هم پوځيان افغانستان کې پاتې شي، خو د تفاهم له مخې به د افغان ځواکونو له روزنې سره مرسته وکړي.

دغه ایټالوي لومړي وزیر دا هم وویل دا چې د ناټو په چوکاټ کې یې پوځیانو د ترهګرۍ ضد مبارزه کې وسله واله مبارزه کوله، خو تر ۲۰۱۴ وروسته به یې افغانستان کې فعالیت او حضور بل ډول وي:

''تر ۲۰۱۴ وروسته به افغانستان کې زموږ حضور بل ډول وي، چې زموږ ټول پام به د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنې ورټول وي. غواړم له دې فرصته په ګټې اخیستو افغانانو ته ډاډ ورکړم، چې تر ډېره به زموږ همکاري پر اقتصادي پرمختګ ورټوله وي''.

د ایټالیا لومړي وزیر دا هم وویل، چې هېواد به یې د کلیو بیارغونې، زېربناوو جوړول او راتلونکو ټاکنو کې همکاري وکړي.

تېر ۲۰۱۲ کال هم د ایټالیا مخکني لومړي وزیر ماریو مونټي کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره د خبرو پرمهال وویل، چې ۲۰۱۴ کال به د افغانستان لپاره د یو بدلون کال وي، خو په وینا یې دغه بدلون به په دې مانا نه وي چې افغانستان دې تېرې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي.

ایټالیا افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰ سرتېري لري، چې تر ډېره لوېديځ هرات ولایت کې مېشت دي.

وړاندې ایټالیا ویلي وو، چې د ناټو چوکاټ کې تر ماموریت پوره کېدا وروسته به افغانستان کې د ۵۰۰ او ۷۰۰ ترمنځ سرتېري پرېږدي.

نژدې دوې میاشتې وړاندې، د ایټالیا دفاع وزیر هم افغانستان ته د سفر پرمهال ژمنه کړې وه، چې د افغان پوځيانو روزنه کې همکار ته به دوام ورکړي.

ایټالیا دا ژمنه هم کړې وه، چې په هرات کې د مرمر ډبرو د پروسس په موخه پرمختللي او مدرن ماشینونه دې ولایت ته ولېږدوي.

ایټالیا په دې برخه کې ۵۰ ميلیونه ډالره پانګونه کړې ده.

ورته مطالب