پاکستان ته د کرزي سفر، بې باوري او په کور دننه اندېښنې

Image caption له هغې وروسته چې ښاغلى شريف په جون مياشت کې د لومړي وزير په توګه غوره شو، دا ورسره د افغان ولسمشر لومړۍ ليدنه ده.

ټاکل شوې افغان ولسمشر حامد کرزى دو شنبه په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره مخامخ خبرې وکړي.

په دغو خبرو اترو کې به ښاغلى کرزى په هغه هېواد کې د طالب بنديانو په خوشي کولو او د سولې له بهير سره په مرسته ټينګار وکړي.

له هغې وروسته چې ښاغلى شريف په جون مياشت کې د لومړي وزير په توګه غوره شو، دا ورسره د افغان ولسمشر لومړۍ ليدنه ده.

دواړه هېوادونه يو پر بل د بې باورۍ اوږده مخينه لري. دوی يو پر بل تور لګوي چې ګواکې د طالب اور پکو ملاتړ کوي.

داسې اندېښنې دي چې ښايي د را روان ميلادي کال په پاى کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره دا بې باورۍ نورې هم پياړې شي.

څه موده مخکې چې بريدګرو په جلال اباد ښار کې خپل موټر بمونه د هند د کونسلګرۍ مخې ته وچول، په دې سيمه کې د خلکو اله ګوله جوړه وه.

سیمه یيز سيالان په افغانستان کې يو له بل سره په جګړه کې ښکېل دي. دا خبره ښايي د افغان او پاکستاني چارواکو پر خبرو سيورى وکړي.

په هغه برید کې ځانمرګو يو ګاډی نېغ د امنيتي ديوال په لور بوت، دوه کسان د ګوليو په ويشتو ووژل شول او يوه بل خپل ورسره توکي وچول.

ډېرى وژل شوي ماشومان او ځوانان وو چې د جومات او نژدې دوکانو مخ ته ټول شوي وو. کله چې تاسې له خلکو سره خبرې کوئ هغوى وايي دا د پاکستان د استخباراتو کار دى.

منصور علم د خپل وژل شوي ۲۲ کلن خوريي ګرځند ټيلیفون را وښود، د چاودنې پر وخت نوموړى له هغه څخه څو متره لرې په دوکان کې و.

"ټيلیفون يې په مخامخ جېب کې و، تاسې د ټيلیفون پر شا يوه نښه ګورئ، دا د چاودنې له کبله پيدا شوی. هغه د راتلونکي په اړه ډېرې هيلې لرلې، هغه غوښتل قانون پوه شي، خو ووژل شو."

منصور په دغه سيمه کې راتلونکي کال کې د رڼو ټاکنو په اړه شک لري ځکه چې دلته د هرې ورځې په تېرېدو سره د اورپکو فعاليتونه ډېرېږي.

له دغو چاودونو پر ځاى پاتې شوي غږونه او بې باورۍ به د پاکستان د خبرو اترو تر شاه پرتې وي.

تر هغې وروسته چې نواز شريف د پاکستان لومړى وزير وټاکل شو دا پوښتنه رامخې ته کېږي چې ايا هغه به په خپل هېواد کې د اورپکو پر مهار کولو وتوانېږي او کنه؟

بله غاړه پر پاکستان تور دى چې ګواکې په خپل هېواد کې يې وسله والو طالبانو ته پناه ورکړې ده.

يوې باوري سرچينې بي بي سي ته وويل پاکستاني استخبارات دلته په جلال اباد کې د خپلو کارکونو په ډله کې جاسوسان لري ـــ هغه بنسټ چې ښايي د افغانستان نا امنول په خپله ګټه بولي.

تر ډېره د دغو بريدونو قرباينان ملکي وګړي وي، ښايي دغه راز بريدونه او نا باورۍ له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته نورې هم ډېرې شي.

له دې مخه د دواړو هېوادونو چارواکي په يوه حساس وخت کې سره جرګه کېږي، وروسته تر هغې چې نواز شريف د پاکستان لومړى وزير ټکل شوى دا هغه هېواد ته د ښاغلي کرزي لومړى سفر دى چې نوموړى يې په ترڅ کې له پاکستان څخه د متقابل احترام غوښتنه کوي.

د جلال اباده پر لویې لار ډېر بدلون ليدل کېږي، ګڼه ګوڼه ده، لوى او واړه ګاډي ډېر تر سترګو کېږي، د افغانستان او پاکستان د سوداګريزو اړيکو يو انځور ورکوي، خو داسې ښکاري چې په دغه هېواد کې د هند د پانګونې پياوړي کېدل، په پاکستان کې دا اندېښنه پياوړې کوي چې ګواکې له دې سره يې په افغانستان کې نقش کمزورى کېږي.

پر دې بنسټ به دا لومړى وزير نواز شريف ته ښه موقع وي چې له خپل دغه ګاونډي هېواد سره خپل اړيکي پياوړي کړي.

د ولسي جرګې مرستيال ميرويس ياسيني په جلال اباد کې د نامې جامې سياستوال دى __نوموړی وايي:

"نواز شريف له سيمې سره اشنا دى، هغه يو سوداګر دى، او هغه د پاکستان ستونزې درک کوي. هغه د بدلون په لټه کې دى، د مثبت بدلون په لټه کې چې د پاکستان اقتصادي حالت ورسره ښه شي. پرته له افغانستانه به پاکستان ته ستونزمنه وي چې دا بدلون راولي."

دا به لومړي وزير نواز شريف ته يو ازمېښت وي چې په خپل هېواد کې اورپکي مهار کړي، داسې تورونه دي چې په پاکستان کې اورپکو ته پناه ورکړل شوې خو هغه هېواد دا تورونه ردوي.

ويل کېږي چې په دې خبرو کې به د سولې د بهير تر څنګ د وسله والو طالبانو د يوه لوى قومندان د خوشې کولو په اړه هم خبرې وشي.

عبد الکريم په جلال باد کې هغه پرزې پلوري چې د پولې له بلې غاړې را لېږدول شوې دي.

هغه وايي تل د ځانمرګو بريدونو له ډار سره ژوند کوي.

يوازې عبدالکريم نه دی چې دغه راز انديښنه لري، بلکې ګڼ خلک د اورپکو د بريدونو په وېره کې شپې سبا کوي.

ورته مطالب