افغان ولسمشرۍ د غضنفر ګروپ د تېلو وارداتو بندولو امر کړی

Image caption غضنفر ګروپ پر نورو برخو سربېره د تېلو تصفيه کولو صنعت هم لري

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د غضنفر ګروپ له خوا د اومو تېلو پر واردولو د بندیز حکم کړی دی.

دا حکم د یو شمېر سوداګرو له شکایتونو وروسته او د چاپېریال ساتنې خونديتوپ لپاره صادر شوی دی.

یو شمېر سوداګرو شکایت درلود چې غضنفر ګروپ د وزیرانو شورا له یوې پرېکړې په ناوړې ګټې اومه او بې کیفیته تېل افغانستان ته واردول.

په کابل کې د بي بي سي خبريال نور محمد سعيد وايي د راپورونو له مخې غضنفر ګروپ شرکت له سوداګرۍ وزارت سره په همکارۍ د وزیرانو شورا له خوا ورکړل شوې شمېرې جعلي کړې دي.

د دغو راپورونو له مخې غضنفر ګروپ د وزیرانو شورا له پرېکړې په ناوړه ګټې هر کال شاوخوا ۲۸۰ میلیون ډالره ګټه د هغو نفتي موادو له لارې تر لاسه کوي، چې افغانستان کې د قانون له مخې منع دي.

څو ورځې مخکې د افغانستان ۱ چینل او طلوع شخصي ټلویزیونونو په ګډون ځینو ټلویزیونونو ویلي وو داسې مدرکونه یې موندلي، چې ښيي د وزیرانو شورا اقتصادي کمېټې د غضنفر ګروپ د نفتو تصفیې ازمېښت خونې لپاره د ډول ډول لس زره ټنه نفتي مواد تایید کړي دي.

د دې مدرکونو پر بنسټ هر ټن نفتي مواد د اته سوه شپیته ډالرو په بدل کې له ترکمنستانه پېرل شوي، خو غضنفر ګروپ له ګمرکي محصول نه د ځان ژغورنې لپاره د جعلي اسنادو په وسیله د هر ټن نفتو بیه درې سوه ډالره له حکومت سره محاسبه کړې ده.

اوس د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د غضنفر ګروپ له لوري د ناتصفیه شویو نفتو واردولو بندېدو امر کړی دی.

د هغې اعلامیې له مخې چې له ولسمشرۍ ماڼۍ خپره شوې، د ولسمشر لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم د ګمرکونو عمومي مشر، د نورم او سټندرډ ادارې مرستیال د چاپېریال ساتنې مستقل مرستیال او د یو شمېر نورو ادارو له استازو جوړ پلاوی ټاکلی، چې د دغو ادعاوو څېړنه وکړي.

پلاوي ته ویل شوي، چې باید د ۱۵ ورځو په مودې کې د څېړنې پایلې د رپوټ په بڼه ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړانندې کړي.

د غضنفر ګروپ شرکت بنسټ عبدالغفار غضنفر اېښی، چې د غازو او تېلو، د خامو تېلو تصفيه کولو، سونګ تېلو زېرمه کولو، بانکوالۍ او نورو بېلابېلو برخو کې کار وي.

ورته مطالب