کرزي د افغان انجنیرانو وژنه 'بهرنۍ دسیسه' بللې

Image caption په دې وروستیو کې افغانستان کې د تښتونو پېښې ډېرې شوې دي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هرات ګلران کې د ملي پیوستون پروګرام د څلورو انجنیرانو او دوو نورو کارکوونکو وژل کېدل د بهرنیو د دسیسې پایله بللې او دا یې یو وحشیانه عمل بللی دی.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، چې دغه کسان د تېرې یکشنبې پر ورځ د هرات ګلران ته د یوې پروژې د تطبیق لپاره تللي وو، چې هلته وسله والو طالبانو وتښتول او تېره شپه یې ووژل.

حامد کرزي د دغو مامورینو وژنه د افغانستان د پرمختګ پروړاندې په لوی لاس د خنډ جوړولو دسیسه بللې ده.

ولسمشر کرزي ویلي دا کار ددې لپاره شوی، چې په وینا یې د طالبانو بهرني باداران غواړي، چې افغانستان تل وروسته پاتې او د نورو لاس ته ناست وي.

هرات کې د ملي پیوستون ادارې یوه چارواکي انجنیر محمد قاسم ایوبي بي بي سي ته وویل، له دغو وژل شویو کسانو څلور یې د نورو ولایتونو او دوه د هرات اوسېدونکي دي.

دغه کسان دوې ورځې مخکې د هرات ګلران ولسوالۍ کې نا پېژاندو وسله والو تښتولي وو.

ایوبي وايي، تر اوسه د وژل شویو مامورینو څلور مړي هرات ته لېږدول شوي.

نوموړي د ملي پیوستون د دغو مامورینو د وژلو پړه د حکومت پر وسله والو مخالفانو اچولې، خو تر اوسه یې چا پړه نه ده منلې.

ګلران د هرات شمال لوېديځ کې نسبتاً نا امنه ولسوالي ده.

هرات کې د ملي پیوستون اداره وايي، دا ډول پېښې کېدای شي په ټولو سیمو کې د ملي پیوستون د پروګرام پر څرنګوالي ناوړه اغېز وکړي.

څو ورځې مخکې، د هرات کرخ ولسوالۍ کې د یوه ودانیز شرکت نهه کارکوونکي وژل شوي وو.

ملي پیوستون وايي، چې وژل شویو مامورینو یې کلیوالو سیمو اړوندې یوې پروژې کې کار کاوه.

ویل کېږي، چې دغه کسان د ګلران توتاکي سیمه کې وژل شوي، چې مړي یې د سې شنبې پر ګهيځ موندل شوي.

په دې وروستیو کې افغانستان کې د تښتونو پېښې ډېرې شوې دي.

تر ټولو وروستۍ پېښه یې د افغانستان مرکزي ولایت بامیانوکې وه، چې د یوه خیریه بنسټ دوه بهرني کارکوونکي تښتول شوي وو، چې بیا وروسته خوشي شول.

ورته مطالب