برګ مټال کې د طالبانو او وسله والو جګړه شوې

Image caption خپلواکو سرچينو د دغو ضد او نقيضو ادعاوو پخلى نه دى کړی.

چار شنبې شپه تر ناوخته د نورستان په برګ مټال ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان پوليسو تر منځ سخته جګړه روانه وه.

د ياد شوي ولايت سيمه یيزو چارواکو بي بي سي ته ويلي چې وسله وال مخالفان يې کلا بند کړي، او لسګونو اورپکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

خو وسله وال طالبان بيا له ملي پوليسو د ٤ امنيتي پوستو د نيولو خبره کوي او وايي په دې ترڅ کې يې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

خپلواکو سرچينو د دغو ضد او نقيضو ادعاوو پخلى نه دى کړی.

د نورستان ولايت سيمه یيز چارواکي وايي سلګونو، افغان پاکستانيو، چيچنیایانو، ازبکستانيو، او عرب طالبانو د برګ مټال پر ولسوالۍ وسله وال بريد کړى دى.

د نورستان د والي وياند ظاهر بهاند تېر ماښام بي بي سي ته وويل چې "دا مهال هم جګړه ښه په درز کې روانه ده."

نوموړي وويل په دې ترڅ کې د حکومت لسګونه وسله وال مخالفان وژل شوي او پاتې هغه يې د افغان پوليسو له خوا کلابند دي.

ښاغلي بهاند پر افغان حکومت نيوکه وکړه چې نورستان ته د ملي اردو ځواکونه نه استوي او ټول مسوليت يې د ملي پوليسو پر اوږو اچولى دى.

د نورستان د والي وياند د برګ مټال په جګړه کې ايله د يو پوليس سرتېري د مرګ پخلى وکړ، خو وسله والو طالبانو د ٢٥ تنو افغان پوليسو د وژل کېدو ادعا کړې ده او ويلي يې دي چې ٤ امنيتي پوستې يې هم له افغان ځواکونو نيولي دي، هغه څه چې افغان چارواکي يې ردوي.

ورته مطالب