افغان معارف وزارت په میلیونونو کتابونه چاپ کړي

Image caption له دغو کتابونو څخه يو شمېر يې په کور دننه او نور په اندونيزيا کې چاپ شوي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د ٣٤ ميلیونو ټوکو نويو چاپ شويو کتابونو په وېشلو سره به د لومړنيو ښوونځيو اړتياوې په بشپړ ډول پوره شي.

اړوند چارواکي وايي په دغو کتابونو کې د زړو هغو په پرتله د منځپانګې له پلوه بدلون نه دی راغلى، خو وايي د کاغذ او رنګه انځورونو څرنګوالى يې د زړو کتابونو په پرتله بې سارى دى.

له دغو کتابونو څخه يو شمېر يې په کور دننه او نور په اندونيزيا کې چاپ شوي دي.

سره له دې چې په تېره څه باندې يوه لسيزه کې افغان حکومت ميلیونونه ټوکه کتابونه چاپ کړي دي، خو اوس هم يو شمېر ډېرې کورنۍ شته چې خپلو زده کونکو ماشومانو ته په بازار کې داسې کتابونه اخلي چې ځينو خپرندويو ټولنو په ناقانونه ډول په ټيټ کيفيت سره چاپ کړي دي.

سربېره پر دې دا چاره د يو شمېر کورنيو لپاره په يوه اقتصادي ستونزه هم بدله شوې وه.

د پوهنې وزارت د نشراتو د برخې مشر کبير حقمل بي بي سي ته وويل ٣٤ ميلیونه ټوکه کتابونه یې چاپ کړي چې په وينا يې د لومړينو ښوونځيو د ماشومانو د کتاب د نشتوالي ستونزه به ورسره په بشړ ډول هواره شي.

دغه کتابونه چې په سملاسي توګه يې وېشل پيل شوي دي، د ښاغلي حقمل په وينا لس ميلیونه يې دننه په افغانستان کې او پاتې نور يې په اندونيزيا کې چاپ شوي دي.

د اړوندو چارواکو په وينا په دې ټولګه کې سربېره پر دوو رسمي ژبو پښتو او دري، په اتو نورو سيمه یيزو ژبو هم کتابونه چاپ شوي دي.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي د تېر په پرتله د دغو کتابونو په منځپانګه کې کوم بدلون نه دى راغلى، خو وايي د چاپ کيفيت يې له زړو هغو څو برابره لوړ دى.

په زړو کتابونو کې پام وړ چاپي بلکې ان د منځپانګې له مخه هم جوتې تېروتنې ليدل کېدې، چې ګڼې نيوکې يې پارولې وې.

خو ياد شوى وزارت وايي دا ځل يې د دواړو ډوله تېروتنو د مخنيوي پياوړې هڅه کړې ده.

ښايي د نويو کتابونو په چاپ سره په لومړنيو ښوونځيو کې د کتاب د نشتوالي ستونزه تر ډېره بريده هواره شي.

خو په منځنيو ښوونځيو او لېسو کې د دې ستونزې بشپړ هوارى لا هم يوه ننګونه ده چې د افغان حکومت په مخ کې پرته ده.

ورته مطالب