ځانمرګي برید د ارچي ولسوال په ګډون ۸ کسان وژلي

Image caption تر اوسه ددغه برید پړه چا نه ده منلې.

د افغانستان شمالي ولایت کندوز کې د یوې فاتحې پرمهال "ځانمرګي "برید د دشت ارچي ولسوال شیخ صدرالدین په ګډون اته کسان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د کندوز د پولیسو ویاند سید سرور حسیني بي بي سي ته وویل، په وژل شویو او ټپیانو کې سپين ږيري، ولسي وګړي او حکومتي چارواکي هم دي.

د کندوز والي انور جګدلک بي بي سي ته تایید کړې، چې په پېښه کې یاد ولسوال وژل شوی او وايي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د کندوز د امنیت امر سمونوال عبادالله رسنیو ته ویلي چې برید د جمعې پر ورځ ګهیځ شاوخوا اته نیمې بجې هغه مهال لرلق سیمه کې وشو، چې ولسوال یوه فاتحه کې د ګډون لپاره وتلی و.

برید جومات ته د صدرالدین د ننوتلو پرمهال شوی.

تر اوسه ددغه برید پړه چا نه ده منلې.

شیخ صدرالدین له تېرو نژدې پنځو کلونو راهیسې د کندوز دشت ارچي ولسوال و، چې وړاندې هم چاودنې او بریدونه ورباندې شوي وو.

شیخ صدرالدین له اوزبک ټبر سره تړاو لري، چې د شمالي ټلوالې په لیکو کې له طالبانو سره تر مرګه جنګېدلی دی.

ورته مطالب