افغانستان کې هر کال ترافیکي پېښې زرګونه خلک وژني

Image caption یوازې تېر کال د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د رسمي شمېرنو له مخې تر پنځو زرو ډېر ترافیکي پېښې شوي دي.

افغان چارواکي وايي هر کال د ترافیکي پېښو له امله زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

یوازې تېر کال د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د رسمي شمېرنو له مخې تر پنځو زرو ډېر ترافیکي پېښې شوي دي.

په دې پېښو کې څه باندې ۱۵۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نژدې پنځه زره نور ټپیان شوي دي.

بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د نشه یي توکو کارول د دې خونړیو پېښو لوی لاملونه بلل کېږي.

افغانستان یو له هغه هېوادونو دی چې د موټرو د تګ راتګ اکثره لارې یې معیاري نه دي، ترافیکي قوانین په کې نه مراعات کېږي او د دې ترڅنګ چې ډېر موټر چلوونکي لایسنس نه لري د لایسنس په ورکولو کې له دقت څخه هم کار نه اخیستل کېږي.

همدا وجه ده چې هر کال د افغانستان په بېلا بېلو سیمو او په ځآنګړي ډول په لویو لارو کې مرګوني ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي.

د افغانستان د ترافیکو د لوی ریاست د پېښو د څانګې مشر عبد اللطیف خیر خواه وايي هر کال زرګونه کسانو ته د ترافیکي پېښو له امله مرګ ژوبله اوړي.

"یوازې په تېر کال کې ۴۰۵۰ ترافیکي پېښې شوي دي. په دې پېښو کې ۱۵۴۰ تنه مړه شوي دي. او ۴۵۴۷ تنه ټپیان شوي دي."

یو شمېر مسافر وايي د لارو د خرابوالي او د ترافیکي قوانینو د نه مراعات کولو ترڅنګ د دا ډول خونړیو پېښو لامل د موټر چلوونکي له خوا د نشه یي توکو کارول دي.

خو د ترافیکو د لوی ریاست چارواکي وايي د ترافیکو پېښو د کچې د راټیټولو لپاره یې په لویو لارو د کنټرول ګرځنده او ثابتې پوستې رامنځ ته کړي دي.

افغانستان په نړۍ کې پنځم هغه هېواد دی چې د ترافیکي پېښو له امله په کې ډېر کسان وژل کېږي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان "ډبلیو اېچ او" د سروې له مخې له اریتریا، کاک جزیرو، لیبیا او مصر وروسته افغانستان هغه هېواد دی چې په ترافیکي پېښو کې په کې ډېر مرګ ژوبله رامنځ ته کېږي.

د دې سروې له مخې په افغانستان کې په هرو سلو زرو وګړو کې ۳۹ تنه په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دا شمېر په اریتریا کې ۴۸ اعشاریه څلور، په کاک جزیرو کې ۴۵، په لیبیا کې ۴۰ اعشاریه ۵ او په مصر کې ۴۱ اعشاریه ۶ ده.

ورته مطالب