'سخته ورځ'، د اسامه د وژلو د ورځې یادښتونه

Image caption لیکوال وايي، په لومړي سر کې امریکا ځکه خپلو ځانګړو ځواکونو ته د سیلز ۶ ډلې نوم ورکړ، چې روسان ووېروي، امریکا شپږ دا ډول ډلې لري.

د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ تر پېښو وروسته، امریکایانو د پېښو اصلي تورن اسامه بن لادن د ژوندي یا هم مړ موندلو هڅې وکړې.

امریکا د اسامه او د هغه د القاعدې جنګیالیو د ځپلو او لټون په پلمه افغانستان ته د نړیوالو او امریکايي ځواکونو د ننوتلو پرېکړه وکړه.

د هغه وخت امریکایی ولسمشر جورج ډبلیو بوش د اسامه په موندلو ونه توانېد، خو په اصطلاح د سرو زرو د مرغۍ ښکار د بارک اوباما د واکمنۍ په برخه شو.

که څه هم پاکستان ټیک لس کاله دا خبره ردوله، چې ګني اسامه د دوی خاوره کې نه شته، خو د ۲۰۱۱ د مې پر دویمه یې امریکايي ځانګړو ځواکونو پل د پاکستان پوځي ښار ایبټ اباد کې پسې واخیست او هلته یې یوې پوځي اکاډيمۍ ته څېرمه عملیاتو کې ووژاه.

د اسامه بن لادن تر وژنې څو کاله وروسته ایبټ اباد کې د عملیاتو کیسه او څه –ناڅه تخیلي انځور مارک اون (مستعار نوم) او کیوین مارر پخپل No Easy Day کتاب کې کښلی، چې وايي اون د ایبټ اباد د یرغلګرې ډلې مشري پرغاړه لرله.

په دې به هم پوی شئ چې د امریکا د متحده ایالاتو د سمندري ځواک د ځانګړو نښتو د پراختیا ډله چې SEAL’s/DEVGRU هم بلل کیږي څنګه را منځ ته شوه او کوم ډول او څنګه عملیات ترسره کوي.

دا کتاب یوه افغان لیکوال سمیع الله ایلم پښتو ته ژباړلی او (سخته ورځ) نوم یې ورته غوره کړی.

ایلم له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې کتاب کې درې مهمې موضوع ګانې راخیستل شوې دي:

لومړی، د ځانګړو امریکايي ځواکونو چې SEAL’s/DEVGRU یې هم بولي، بحث شوی. دویم، دا چې د اسامه بن لادن د څرک لګولو په اړ امریکا څرنګه استخباراتي معلومات ترلاسه کړل او درېیم دا چې افغانستان او عراق کې د امریکايي جګړې تخنیکي برخه د مخالفو ډلو له خوا څرنګه مخته وړل کېږي.

سیلز

Image caption ژباړن وايي، د کتاب ژباړه کې د تخنیکي تورو د ژباړلو له ستونزې سره مخامخ شوی.

په ۱۹۸۰ امریکا ایران کې تر اسلامي انقلاب وروسته د امریکا پر سفارت تر برید وروسته د خپلو اتباعو د ژغورنې عملیات وکړل، خو عملیات یې ناکام شول، همدا لامل شو، چې د سیلز یا ځانګړو ځواکونو په نامه ډله یې رامنځ ته کړه، چې په لږ وخت کې چټک او بریالي عملیات وکړي.

لیکوال وايي، په لومړي سر کې امریکا ځکه خپلو ځانګړو ځواکونو ته د سیلز ۶ ډلې نوم ورکړ، چې روسان ووېروي، امریکا شپږ دا ډول ډلې لري.

د کتاب ژباړن وايي، د اسامه بن لادن په اړه زیاتره لیکنې (نقل قول) دي یا ځانګړې پروژې دي، خو وايي چې د دې کتاب لیکوال د پېښو شاهد او ځانګړو امریکايي ځواکونوغړی دی.

مارک اون ته د امریکايي استخباراتو له لوري لیکلی مکتوب هم استول شوی، چې دا کتاب باید خپور نه شي؛ ځکه چې دا د استخباراتو یو پټ او مهم راز دی.