د افغان کونسلګرۍ تښتول شوی مامور خوشي شو

Image caption ښاغلی هاشم د جولای د میاشتې په وروستیو کې له کوټې نا څرګندو وسله والو تښتولی و.

د بلوچستان ایالت مرکز کوټه کې څو اوونۍ وړاندې د افغان کونسلګرۍ د تښتول شوي مامور محمد هاشم پوپل عبرت نژدې ملګرو بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل چې هغه را خوشي شوی دی.

د ده کورنۍ او نژدې ملګرو د خوشي کېدا نور جزییات نه لرل چې په څه ډول او شرایطو خوشي شوی دی.

د اګست په ۱۶ مه نېټه د ښاغلي پوپل د کورنۍ یوه غړي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته ویلي و چې وسله والو طالبانو د کندهار له زندانه د خپلو درو ملګرو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلی هاشم د جولای د میاشتې په وروستیو کې له کوټې نا څرګندو وسله والو تښتولی و.

هغه وخت په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له پاکستاني چارواکو د هغه د موندلو غوښتنه کړې وه.

د افغان سفارت ویاند شمس زردشت بي بي سي ته د جولای په پای کې ویلي و چې دوی د پاکستان مرکزي حکومت او کوټه کې د کونسلګرۍ د بلوچستان له حکومت سره تماس نیولی او له هغوی یې د لا درکه شوي چارواکي په پیدا کولو کې د هڅو غوښتنه کړې ده.

افغان ویاند دا هم ویلي و چې پاکستان ډاد ورکړی چې د دغه افغان مامور په موندلو کې یې خپلې هلې ځلې پیل کړې دي.

ښاغلی پوپل له کوره د کونسلګرۍ پر لور روان و، چې تري تم شو.

تر اوسه پاکستاني پولیسو او یا افغان حکومت په رسمي توګه د ښاغلي پوپل د خوشي کېدا په باب څه نه دي ويلي.

د وسله والو طالبانو په ګډون کومې غاړې هم د هغه د تښتولو مسوولیت په ښکاره و نه مانه.

په پاکستان کې نور افغان مامورین او دېپلوماتان هم تښتول شوي دي.

د ۲۰۰۸ کال په سپټمبر کې پاکستان ته نومول شوی افغان سفیر عبدالخالق فراهي ناڅرګندو وسله والو خیبر پښتونخوا کې وتښتاوه.

افغان دېپلومات عبدالخالق فراهي له شاوخوا دوه کلن يرغمل کېدو وروسته خوشي شوی و.

ورته مطالب