کونړ نورستان سړک پرانیستو ته عملیات کېږي

Image caption دغه شمېر خلک د خوراکي توکيو د لږوالي او ګرانوالي لامل د کونړ نورستان د لويې لارې تړل کېدل په ګوته کوي.

د افغانستان کورنيو چارو وزارت وايي په ورځ دوو کې به د کونړ نورستان د سړک د پرانیستلو په موخه وسله وال عمليات پيل کړي.

دا خبره داسې مهال مخې ته راځي چې په نورستان کې د خوراکي توکيو بيې څو برابره لوړې شوې دي.

دا لاره له شاوخوا دريو کلونو راهيسې وسله والو طالبانو د حکومتي کارکونکو پر مخ تړلې وه، خو درې اوونۍ کېږي چې د ولسي وګړو پر مخ هم په بشپړ ډول تړل شوې ده.

د ياد شوي ولايت سيمه یيزو چارواکو هم مخکې بي بي سي ته ويلي وو که مرکزي حکومت د لارې پرانیستو ته لسټوني بډ نه وهي، شوني ده چې د نورستان خلک له يوۀ بشري ناورين سره مخامخ شي.

د نورستان ولايت سيمه یيز وګړي وايي شاوخوا درې اوونۍ مخکې په دغه ولايت کې د خوراکي توکيو بيو د ننګرهار، او کونړ له بيو سره ډېر توپير نه درلود.

زموږ همکار مصطفى سالک وايي یو شمېر خلک د خوراکي توکيو د لږوالي او ګرانوالي لامل د کونړ نورستان د لويې لارې تړل کېدل په ګوته کوي.

دا لاره له شاوخوا دريو کلونو څخه وسله والو طالبانو د ګوسلک په سيمه کې د حکومتي کسانو پر مخ تړلې وه، خو نورستانيان وايي شاوخوا درې اوونۍ شوي چې د سيمه یيزو خلکو پر مخ هم وتړل شوه.

يو شمېر سيمه یيزو وګړو بي بي سي ته وويل چې له دې سره بيې خورا ډېرې پورته شوې دي.

دوی وايي وړه اول خو پيدا کېږي نه او که پيدا شي د يوې بوجۍ بيه شاوخوا ٥٠٠٠ افغانۍ کېږي چې له دوه برابرو هم ډېر لوړوالى ښيي.

د نورستان سيمه یيز چارواکي د لارې د بندېدو او د بيو د لوړوالي پخلى کوي خو نيوکه پر دفاع او کورنيو چارو وزارت کوي.

د ياد شوي ولايت د والي وياند ظاهر بهاند وويل ستونزه په شاوخوا لس کيلو متره واټن کې ده چې ياد وزارتونه يې د څو پوستو په جوړولو هوارولاى شي، خو وايي له شاوخوا دريو کلونو راهيسي مرکزي حکومت هېڅ ګام نه دى اخیستى.

ښاغلي بهاند وويل که اوس هم افغان حکومت په سړه سينه کښيني نو په وينا يې ښايي دغه ولايت له يوه بشري ناورين سره مخامخ شي.

خو د کورنيو چارو وزارت وايي د کونړ نورستان د لويې لارې د پرانیستلو په موخه به د بېلو افغان امنيتي ځواکونو له خوا ډېر نژدې او په ورځ دوو کې وسله وال عمليات پيل شي.

د ياد شوي وزارت د وياند مرستيال نجيب دانش بي بي سي ته وويل تر عملياتو وروسته به په زيان منونکي سيمه کې د عامه ساتنې د پوليسو يو کنډک هم ځاى پر ځاى شي.

"کورنيو چارو وزارت د نورستان پوليسو ته دنده سپارلې چې له نورو افغان امنيتي ځواکونو سره په ګډه په دغه سيمه کې عمليات پيل کړي. له نيکه مرغه دا پلان جوړ شوى او په پام کې ده چې تر عملياتو وروسته د عامه ساتنې يو کنډک هم سيمې ته واستول شي، او هلته يو شمېر ګرځنده او ثابتې پوستې جوړې کړي."

نورستان د افغانستان په ختيځ کې پروت هغه ولايت دې چې ستونزمنې لارې لري، او سيمه یيز چارواکي يې نيوکه کوي چې ان د دولتي کسانو تلل او راتلل هم ورته ستونزمن دي،او لامل يې دا بيانوي چې حکومت اړينې چورلکې په واک کې نه ورکوي.

د مشرانو جرګې يو پلاوى چې د نورستان د حالاتو د ارزولو لپاره يوه اوونۍ مخکې ورغلی و، د همدغې ستونزې له کبله تر اوسه هلته بند پاتې دى.

انګېرل کېږي که اوس دا لاره پرانیستل شي، ولسي وګړو او حکومتي کسانو دواړو ته به ګټه ولري.

ورته مطالب