یو لوستونکی هغه هم د کتاب لیکوال

هرات
Image caption د افغانستان خلک ګډه کلتوري شتمني لري او راتلونکی یې هم ګډ برخلیک ټاکي.

ځینې کتابونه یوازې یو لوستونکی لري او هغه هم خپله د کتاب لیکونکی وي. په لوېدیځ ولایت هرات کې په لسګونو داسې کتابونه شته چې په دې وروستیو کلونو کې لیکل شوي، خو هېڅکله یې د چاپ امکان نه دی ترلاسه کړي؛ ځکه نو یوازېنی مخاطب یې لیکونکی دی.

تراوسه د ټولو هغو کتابونو کره شمېر چې په دې وروستیو څو لسیزو کې په هرات کې لیکل شوي او له چاپه پاتې دي، خپاره شوي نه دي، خو سیمه يیز چارواکي د کلتوري څېرو په شخصي کتابتونونو کې د لسګونو داسې معتبرو اثار له شتوالي خبر دي چې تراوسه چاپ شوي نه دي.

څېړونکی او لیکوال ګل احمد نظري اریانا وایي څو کتابونه یې د نورو په مرسته چاپ شوي، خو ځینې نور کتابونه بې له چاپه ورپاتې دي:

''زه خپله په دې حالاتو کې ډېر خوشاله نه یم. له ما سره هېڅ مرسته ونه شوه. یو څو کتابونه مې پخپلو پیسو چاپ کړل. زما له وسه نور پوره نه ده چې دا کار وکړم''.

پخوا به د اطلاعاتو او کلتور وزارت یا نورو اړوندو موسسو د علمي او ادبي اثارو د چاپ زمینه برابروله، خو د جګړو په اوږدېدو سره دا امکانات هم له منځه ولاړل.

ښاغلی نظري همدې تېرو تجربو ته په کتو سره په دې برخه کې د خپل ځانګړي وړاندیز په اړه زیاتوي: ''د دولت په مرسته او د دولت په ګډون باید په لومړي سر کې، د کتاب د خپرولو شرکتونه رامنځ ته شي. دا بنسټونه بیا کېدای شي وروسته استقلال پیدا کړي او پخپله خلک په ګډه د یوه شرکت په توګه د کتاب د خپرولو لپاره شرایط برابر کړي،‎ خو اول ګام باید خپله دولت پورته کړی''.

د شتمنو وګړو ونډه

د هرات د اطلاعاتو او کلتور اداره بیا وایي په لنډمهال کې یوازېنۍ اغېزمنه لار دا ده چې شتمن وګړي دې ته وهڅول شي چې دغو کتابونو د چاپ لګښت تامین کړي.

د دغې ادارې مشر اریا رؤوفیان وايي: ''یوازېنۍ هڅه مو دا ده چې په دې وتوانیږو چی یوشمېر سوداګر او پانګه وال دې ته وهڅوو چې ځینې کتابونه چاپ کړي. پر یوه یا دوو کتابونو کار هم روان دی چی ښایي په راتلونکو دوو میاشتو کې له چاپه ووځي''.

Image caption وروستیو لسیزو کې هرات کې د ټولو لیکل شویو او چاپ شویو کتابونو لست نه شته.

د هرات ادبي ټولنې تراوسه په همدې توګه فعالیت کړی او تراوسه یې د شتمنو وګړو په هڅولو سره د یوشمیر کتابونو د چاپ امکانات برابر کړي.

د هرات د ادبي ټولنې مشر ولي شاه بهره وایي: ''خلک له پخوا دا انګیزه لري چې د کتابونو د چاپ لپاره زموږ سره مرسته وکړي. یوازې مو غواړو چې دا بهیر راژوندی کړو او خلک دې ته وهڅوو چې د هغو اثارو د چاپ لپاره اقدام وکړي، چې تراوسه په شخصي کتابتونونو کې پاتې دي''.

دا ستونزه یوازې په هرات پورې نه ده محدوده، د افغانستان په هر ولایت کې چې د کلتوري څېرو کتابتونونو ته وګورو، ګڼ شمېر داسې کتابونه به وموندل شي چې نسبتاً تازه لیکل شوي، خو هېڅکله یې د چاپ امکان نه دی موندلی.

د افغانستان خلک ګډه کلتوري شتمني لري او راتلونکی یې هم ګډ برخلیک ټاکي.

ورته مطالب