'نوی کابل بانک' بیا پلورلو ته وړاندې شو

'نوی کابل بانک'
Image caption د نوي کابل د خصوصي کولو د نوې پریکړې له مخې پانګوال کولی شي خپل وړاندیزونه د روانې سپتمبر میاشتې تر وروستۍ نیتې وړاندې کړي.

نوی کابل بانک یو ځل بیا خصوصي سکتور ته د سپارلو په موخه داوطلبۍ ته وړاندې شو. چارواکي وايي دا بانک اوس په نسبتاً ښه مالي وضعیت کې دی او هیله لري چې ښه وړاندیز تر لاسه کړي.

خصوصي سکتور ته د نوي کابل بانک د سپارلو هڅې تېر کال وروسته له هغه ناکامۍ سره مخامخ شوې چې له پنځو یوازې یوه پانګه وال د دې بانک پیریدولو ته زړه ښه کړ، خو دا وړاندیز هم د تمې خلاف وو.

کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی وايي، اوس د نوي کابل بانک چارواکي دا بانک اوس په ښه مالي وضعیت کې بولي او تمه یې دا ده چې خصوصي سکتور د سپارلو لپاره به ښه وړاندیز ترلاسه کړي.

د مالیې وزارت د خزاینو عمومي رييس او د نوي کابل بانک د مشرتابه پلاوي رييس محمد اغا کوهستاني وايي پانګه وال کولی شي د روانې سپتمبر میاشتې تر وروستۍ نېټې خپل وړاندیزونه وسپاري.

ښاغلی کوهستانی وايي، تېرکال نوي کابل بانک د میاشتې یو میلیون ډالره زیان درلود خو اوس د عوایدو په زیاتېدو د میاشتې پنځه سوه زره ډالره زیان لري.

تېر کال چارواکو ویلي وو که د نوي کابل بانک د پېرودلو لپاره له تمې سره سم وړاندیز تر لاسه نه کړي، نو دا بانک به منحل کړي.

پرځای پرېکړه؟

خو پوښتنه داده چې ایا دا پریکړه پر ځای ده؟ د نوي کابل بانک د مشرتابه پلاوي مشر محمد اغا کوهستاني وايی حکومت کولی شي دا بانک یواځې له درې تر پنځه کلونو پورې وساتي:

''تېرکال موږ د نوي کابل بانک د بشپړ خصوصي کولو او د نه بریالیتو په صورت کې د دې بانک د منحل کولو طرحه وړاندې کړې وه ، خو کله چې موږ ارزونه وکړه نو داسې کوم خصوصي بانک مو پیدا نه کړ چې د نوی کابل خدمات وړاندې کړي، له همدې امله مو کابینې ته بل وړاندیز وکړ له نېکه مرغه کابینې زموږ وړاندیز ومانه.

د دولت لومړی هدف دا دی چې دا بانک خصوصي سکتور ته وسپاري که بیا هم ښه وړاندیز تر لاسه نه کړو، نو کولی شو دا بانک له درې تر پنځو کلونو پورې وساتو''.

شاوخوا دوه نیم کاله وړاندې کابل بانک چې یو خصوصي بانک وو ،ډېوالي شو. له هغه وروسته دا بانک په دوو برخو ووېشل شو، یوې برخې یې د مستقل بانک په توګه د نوي کابل بانک په نوم د یو دولتي بانک په توګه فعالیت پیل کړ، او بله برخه یې تر ارزونې لاندې ونیول شوه.

له دې بانکه باندې۹۰۰ میلیونه ډالر د پور په توګه اخیستل شوي چې اوس چارواکي وايي یوازې شاوخوا ۲۳۰ میلیونه ډالر یې ترلاسه شوي.

ددوی په وینا پوروړو ژمنه کړې چې ۱۸۰ میلیونه ډالره په راتلونکو څو کلونو کې په څو قسطونو کې وسپاري.

ورته مطالب