د کانکور ازموینې بهیر روڼ نه دی

Image caption د پوهنتونونو د استادانو ټولنې د لوړو زده کړو د کانکور کمېتې د لغوه کېدا غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو ټولنه وايي د کانکور ازموینې بهیر روڼ نه دی.

دې ټولنې د کانکور ازموینې په کمیټه کې د فساد او د ازموینې په بهیر کې د یو شمیر والیانو او د ملي شورا د غړو د لاسوهنې له امله اندېښنه وښوده.

د ددې ټولنې غړي وايي د کانکور ازموینې سوالونه معیاري نه دي او هغه کمپیوټري سیستم چې د ځوابونو د کتلو لپاره کارول کیږي هم خوندي نه دی.

د افغانستان د پوهنتونو ټولنې ددې ستونزو د هواري لپاره یو لړ وړاندیزونه هم وکړل.

کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی وايي، په داسې حال کې چې افغانستان کې د کانکور ازموینې ته نژدې درې میاشتې پاتې دي، د دغه هېواد د پوهنتونونو د استادانو ټولنې خبریالانو ته د کانکور بهیر کې ځینې شته نیمګړتیاوې په ګوته کړې.

اکاډیميک معیارونه

ددې ټولنې په وینا کانکور ته د ښوونځيو د ټولو فارغانو نه لاسرسی، په ازموینه کې د روڼتیا نشتوالی، د ازموینې کمېټه کې فساد ، له اکاډیمیکو معیارونو سره د ازموینې د پوښتنو نه مطابقت، او د هغه کمپیوټري سیستم نه خوندیتوب، چې د ځوابونو د کتلو لپاره کارول کېږي، د کانکور ازموینې په بهیر کې لویې نیمګړتیاوې دي.

خو د کانکور بهیر کې د ځینو والیانو، ولایتي شوراګانو او د ملي شورا غړو په ګډون د ځینو زورواکانو له خوا لاسوهنه یوه بله هغه ستونزه ده، چې د دغې ټولنې د غړو په وینا، د کانکور ازموینې شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د افغانستان د پوهنتون استادانو ټولنې ددې ستونزو د هواري لپاره یو لړ وړاندیزونه هم وکړل.

ټولنه وايي، چې د کانکور اوسنۍ کمېټه دې لغوه او پرځای یې دې یوه ریښتونې خپلواکه کمېټه جوړه، د کانکور تګلاره دې اصلاح، د جګړې ځپلو سیمو فارغانو ته دې امتیاز ورکړل شي او فارغانو ته دې ازموینه کې درې چانسونه ورکړل شي.

د دې ټولنې غړي عصمت الله سجاد وايي، چې د زورواکانو د لاسوهنې او د فساد د مخنیوي لپاره باید په ټوله هېواد کې د کانکور ازموینه په ورته مهال پیل او دغه راز یې پایلې ژر او په یوه وخت اعلان شي:

''ټولې پایلې باید په یو وخت کې اعلان شي چې د مفسدینو او واسطه لرونکو لاسونه لنډ شي. د کانکور پرمهال او د کانکور په کمېټه کې د اداري کارکوونکو او تخنیکي کسانو له خوا د پلان شوي او نا پلان شوې ناوړه ګټې اخیستنې او جعلکارۍ مخه باید ونیول شي. زور واکان، دلالان، ورانکاري او نور باید تشخیص او د قانون منګلو ته وسپارل شي. سافټ ویرونه، فورمې او نورې څانګې باید د بې پرې او مسلکي کسانو له خوا اصلاح او وڅآرل شي''.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په کانکور ازموینه کې شته نیمګړتیاوې مني، خو وايي د سمولو لپاره یې هڅې کوي.

د دغه وزارت ویندوی عظیم نوربخش وايي د استادانو په ګډون یې تر اوسه د ستونزو د حل لپاره یو شمېر سیمینارونه جوړ کړي دي او له استادانو یې غوښتي، چې دې لړ کې خپل وړاندیزونه او طرحې وړاندې کړي.

خو د نوموړي په وینا تر اوسه دوی ته کومه طرحه یا وړاندیز نه دی رسېدلی، نوموړی وايي د سږ کال لپاره ځانګړي تدابیر په پام کې لري.

ښاغلي نوربخش وویل اوس هم ناوخته نه دی او وزارت یې هره طرح او وړاندیز مني، چې د کانکور بهیر د غوره توب لپاره وي.

ورته مطالب