۶ کمپنیو سره د کابل د نوي ښار جوړونې تړون لاسليک شو

Image caption د دغې پروژې عملي چارې به د راتلونکي کال په پسرلي کې پيل شي.

د کابل د نوي ښار جوړونې د لومړي پړاو تړون د نوي ښار د پرمختيا ادارې او شپږو خصوصي کمپنيو تر منځ لاسليک شو.

د دغه ښار په لومړي پړاو کې چې شپږ زره مېنې به په کې جوړې شي شاوخوا يو میليارده ډالره لګښت پرې راځي.

داسې ويل کېږي چې په دغه پروژه کې د ټولو کورونو او اپارتمانونو پيسې به د قسط په توګه د شلو کالو په ترڅ کې پرې کېږي.

د دغې پروژې عملي چارې به د راتلونکي کال په پسرلي کې پيل شي.

په پلازمېنه کابل کې د دغه هېواد د سترې اقتصادي پروژې د جوړولو لپاره ستره غونډه بلل شوې وه.

د کابل د نوي ښار د پروژې د تړون د لاسليک کېدو سره سم به د دغې پروژې چارې پيل شي.

د دغې پروژې په اړه داسې هم ويل کېږي چې په راتلونکو ۳۰ یا ۴۰ کالو کې به شاوخوا درې میليونو خلکو ته د اوسېدو زمينې برابرې کړي.

د کابل د نوي ښار ماستر پلان چې په ۷۵۰ کيلو متره مربع ځمکه کې جوړېږي دوه کاله وړاندې د جاپان د خلکو له خوا طرحه شوی دى.

د دغې نوې پروژې په کار کې د يو شمېر خلکو د ځمکو ولکه کول او د خپلسرو مېنو جوړول هغه ستونزې وې چې دغه پروژه يې ځنډولې او ټکنۍ کړې وه.

د نوموړې پروژې اجرايوي مشر غلام سخي حسن زاده وايي د پروژې په لومړي پړاو کې دوى دغه ستونزې هوارې کړي او د هغې د جوړولو او ودانولو چارې به ډېر ژر پيل شي:

"د دغه تړون لپاره د ټولو ځمکو خبره خلاصه ده او هغه مهال چې د بنسټ ډبره يې کېښودل شوه نو عملي چارې به يې هم پيل شي. اوس د دغه ښار په نورو برخو کې لا هم د ځمکو ستونزې پاتې دي چې د هغوى د ملکيت او استملاک مسله روښانه شي، ښايي څو نورو مياشتو ته هم اړتيا وي چې دغه ستونزې هوارې شي."

د دغې پروژې د لومړي پړاو چارې د شپږو خصوصي کمپنيو افغانستان، کاناډا، امريکا، عربي متحده اماراتو استراليا او جرمني پر مخ يوړل کېږي چې ښايي يو میليارد ډالره لګښت پرې راځي او د ۴۰ زرو کسانو لپاره مېنې به په کې جوړې شي.

په پام کې ده چې د کابل په نوي ښاري پروژه کې ۶۰۰ زره کورونه او اپارتمانونه جوړ شي او تر څنګ يې د سوداګريزو ادارو لپاره هم اسانتياوې په کې په پام کې نيول شوې دي.

په دغې پروژه کې د هر کور بيه سل زره امريکايي ډالره ښوول شوې چې د نړيوالو معيارونو سره به برابر وي.

د دغه ښار د پرمختيا اداره وايي د دغې نوې اقتصادي پروژې د چارو د سمون لپاره د دولت د بېلا بېلو برخو نه يوه ګډه جرګه ګۍ جوړه شوې چې د خلکو سره د هغوى د ځمکو د استملاک په برخه کې خبرې اترې وکړي، او په دويم ګام کې به د هغو پانګه والو پام دغې پروژې ته را واړوي چې غواړي پانګونه په کې وکړي.

ورته مطالب