ګیلاني: طالبان هم زموږ ایتلاف کې ګډون کوي

سید اسحق ګیلاني
Image caption د دغه ایتلاف مشر سید اسحق ګیلاني په وینا د افغانستان سیاسي بحران پای ته رسولو لپاره یې دغه ګام پورته کړی.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د تېرو دوو ورځو په اوږدو کې دوه نور سیاسي اییتلافونه رامنځ ته شول، چې د مخکښانو په وینایې مقصد یې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د یوه ځانګړي کاندید ټاکنه او یا د یوه داسې کاندید ملاتړ دی چې د دوی په وینا په اصولي توګه له دوی سره همغږی وي.

افغانستان کې د ټاکنو مهال له نژدې کېدو سره سم، سیاسي منډې ترړې او فعالیتونو هم په ډېرېدو دي.

زیاتره سیاسي او ټولنیز شخصیتونه، سازمانونه او ټولنې په سیاسي ډګر کې د خپل شتون ثابتولو او سیاسي بریاوو تر لاسه کولو لپاره په خبرو، غونډو او اییتلافونو جوړولو پیل کوي.

کابل کې زموږ همکار نور محمد سعید وايي، دغه راز وروستی ایتلاف د ولسي جرګې د غړي سید اسحاق ګیلاني په مشرتابه جوړ شو، چې د مشرانو په وینا یې ۱۵ سیاسي ګوندونو او ۱۱۰ ټولنیزو سازمانونو ته په کې برخه ورکړله شوې وه.

د دغه ایتلاف مشر سید اسحق ګیلاني په وینا د افغانستان سیاسي بحران پای ته رسولو لپاره یې دغه ګام پورته کړی.

نوموړي بي بي سي ته وویل، چې په خپل ایتلاف کې یې د طالبانو شاملولو لپاره له هغوی سره خبرې کړې او په ننۍ غونډه کې ورسره د هغوی استازي هم شامل دي:

طالبان قانع شوي

''موږ له طالبانو سره په لوړه کچه اړیکه لرو، دوی قانع شوي، چې خپل استازي دغه مجلس ته واستوي. هر هغه څوک چې موږ یې کاندیدوو او پسې درېږو، د طالبانو د تحریک له خوا به مزاحمت نه ورته کېږي. په ښه ډاډ ویلی شم، چې زه له ډېر وخت راهیسې د طالبانو له تحریک سره په اړیکه کې یم، او دوی زموږ دا خبره منلې ده، چې خپل استازي دغه ایتلاف ته راولېږي''.

پرون هم کابل کې د ملي حرکت په نوم یوه سیاسي اییتلاف رامنځ ته شو، چې د مخکښانو په وینا یې له هېواده بهر مېشتو او په کور دننه افغان سیاستوالو او ټولنیزو، قومي مشرانو په کې ګډون کړی ود دغه اییتلاف د مشرتابه یوه غړي.

محمد عیسی اسحاقزی په وینا چې د دوی تحریک په هېواد کې دننه پیل شوی، خو وايي یو شمېر داسې افغان سیاستوال هم له دوی سره ملګري دي، چې اوسمهال بهر کې مېشت دي، چې د ده په خبره یو شمېر یې همدا اوس د همدې مقصد لپاره هېواد ته ستانه شوي او یو شمېر نور به ژر له دوی سره د ملګرتیا لپاره هېواد ته ستانه شي.

هغه د خپل حرکت هدف داسې بیان کړ:

''دغه حرکت به په یوه ملي کنګره بدلیږي، چې مشران به ټاکي او هدف یې نه یوازې د کاندید ټاکنې لپاره مبارزه ده، بلکې دغه مشران به راتلونکي کې هم د بشري حقونو او افغانستان د خلکو د حقونو تامین لپاره دریږي''.

دغو غونډو کې که څه هم تر اوسه پورې د افغانستان د راتلونکي سیاسي برخلیک په باب ډېر څرګند انځور نه تر سترګو کېږي، خو لږ تر لږه دا معلومیږي، چې یو شمېر سیاسي شخصیتونه ګوندونه، ټولنیز سازمانونه او مدنې بنسټونه غواړي، د راتلونکو ټولټاکنو لپاره په ذهني توګه ځان چمتو کړي.

یوه بل سیاسي شخصیت ښاغلي علي احمد جلالي هم له دې مخکې ویلي و، چې د یوه سیاسي ایتلاف رامنځ ته کولو تابیا لري خو دم ګړۍ په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

ورته مطالب