پکتیکا کې 'له طالبانو تېښته' فلم ډایرکټره وژل شوې

Image caption هندي سینما د دغې مېرمنې د خبرو او کتاب په اساس یو مشهوره فلم – له طالبانو تېښته- یا Escape from Taliban جوړ کړ او د دې ترڅنګ د دې په لاس لیکل شوی کتاب هم په هند کې په ډېره لویه کچه وپلورل شو.

د افغانستان په جنوب- ختیځ ولایت پکتیکا کې هغه هندۍ مېرمن وژل شوې، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یې د افغان ښځو پر وضعیت او د هغوی په وړاندې د طالبانو د چال چلند په تړاو یو کتاب لیکلی و.

د دې ترڅنګ دغې مېرمنې د هندي سینما ځینو فلم جوړوونکو ته هم د افغان مېرمنو وضعیت تصویر کړی و.

د پکتیکا امنیه قومندان دولت خان ځدران د بي بي سي جعفر هاند ته ویلي، پېښه تېره نیمه شپه د ولایتي مرکز ښرنې اړونده سیمه سرې کلا کې رامنځ ته شوې ده.

دغه ۴۵ کلنه هندي الاصله مېرمنه چې سشمیتا بینرجي بندهوپادیا نومیږي او افغان نوم یې سید کماله و، په هند کې له یو افغان سوداګر سره واده کړی و، او افغانستان ته وړاندې هم تللې او راغلې وه.

هندي سینما د دغې مېرمنې د خبرو او کتاب په اساس یو مشهوره فلم – له طالبانو تېښته- یا Escape from Taliban جوړ کړ او د دې ترڅنګ د دې په لاس لیکل شوی کتاب هم په هند کې په ډېره لویه کچه وپلورل شو.

یوه امنیتي چارواکي چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه، بي بي سي ته وویل، اغلې کماله اوس اوس تازه له هنده د خپل مېړه جانباز پلرني ټاټوبي ته راغلې وه او په سیمه کې د روغتیايي کار کوونکې په توګه هم پېژندل کېدله.

د دغه امنیتي چارواکي په خبره طالبانو تېره شپه د دوی پر کور چاپه وړې، مېړه او د کور ځینې نور غړي یې تړلي، هغه یې وژلې او مړی یې له کوره لږ لرې د کلي مدرسې ترڅنګ غورځولی دی.

خو طالبان وايي دا کار دوی نه دی کړی.

دا په افغانستان کې د خپل ډول لومړنۍ پېښه بلل کېږي.

ورته مطالب