د خټینو خونو ترڅنګ زړه راښکونکې ودانۍ

Image caption دا ښوونځی درې کاله مخکې جوړ شوی او څه باندې ۱۶۰ زره یورو پرې لګول شوي.

هغه ښوونځی چې درې کاله مخکې د ماریا ګرازیا کوتولي په نوم په هرات کې جوړ شوی تراوسه یې شکل او معماري په دغه سیمه کې ساری نه لري.

ماریا ګرازیا کوتولي هغه ایټالوۍ خبریاله وه چې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال په افغانستان کې ووژل شوه.

د لیزبن په ښار کې همدا اوس له هغو ودانیو چې له څو هېوادو ورپېژندل شوې یوې ته یې د یو میلیون ډالرو جایزې د ورکولو مراسم روان دي.

دا مالومه نه ده چې کوم هیواد به دا جایزه وګټي، خو له افغانستانه د ماریا ګرازیو کوتولي ښونځی ورپېژندل شوی.

د ښوونځي انځورونه وګورﺉ

له هرات ښاره ختیځ خوا ته په یوه وتلې سیمه کې د خوشرود کلی پروت دی له خټو د جوړو شویو کوچنیو خونو ترڅنګ یوه رنګنیه ودانۍ د هر هغه چا پام ځانته وراړوي چې تازه دغه کلي ته ورځي.

پر دغه ودانۍ لیکل شوي: د خوشرود منځنی ښوونځی.

د ښوونځي پر دېوال یوه ډبره نصب شوې چې پرې لیکل شوي:‎ ماریا ګرازیا کوتولي. دا د هغې ایټالوۍ خبریالې نوم دی چې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې په افغانستان کې وژل شوې.

د نوموړې په نوم د ښوونځي دا ودانۍ د دې لپاره جوړه شوې چې د هغې نوم ژوندی وساتي.

دا ښوونځي د شاوخوا زرو هلکانو او نجونو لپاره اته خونې یا ټولګي لري.

ودانۍ پر دریو څانګو وېشل شوې او هره څانګه یې بلې ته لار لري.

د ښوونځي مدیر شیر احمد محمدي وایي، دې ته ورته بل ښونځی په ټول هرات کې نه شته:

''زه فکر کوم چې په ټول هرات ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره بل داسې ځای نه وی جوړ شوی. دا یوه مېلمستون ته ورته ودانۍ ده د هرو دوو خونو لپاره جلا جلا دهلیزونه او دا راز جلا شنه فضا په پام کې نیول شوې''.

Image caption د ښوونځي مدیر شیر احمد محمدي وایي، دې ته ورته بل ښونځی په ټول هرات کې نه شته.

پر ښوونځي سربېره د کتابتون ترڅنګ، د ښونځی د مدیر، او ښونکیو لپاره جلا خونې او د ښونځي د ساتونکي او څارندوی لپاره جلا خونې جوړې شوې.

د دغې ودانۍ نقشه له ایټالیا راوړل شوې.

دا ښوونځی درې کاله مخکې جوړ شوی او څه باندې ۱۶۰ زره یورو پرې لګول شوي.

د دغې پروژې لګښت د ایټالیا هغه بنسټ ورکړی چې په افغانستان کې د وژل شوې خبریالې ماریا ګرازیا کوتولي په نوم یادېږي.

سپورتي امکانات په ښوونځي کې نه شته، خو چارواکي وایي نوموړي بنسټ ژمنه کړې چې دا ډول امکانات به هم ورته برابر کړي.

ورته مطالب