کرزي له طالبانو وغوښتل چې ښوونې بهیر ته خنډ نه جوړوي

Image caption د وږي میاشتې په پنځلسم د افغانستان په هغه سیمو کې چې توده هوا لري نوی تعلمیي کال پیلېږي.

ولسمشر حامد کرزي پر وسله والو طالبانو غږ کړې چې د ښوونې د بهیر په لاره کې دې خنډونه نه جوړوي.

ښاغلي کرزي د افغانستان په هغه سیمو کې چې توده هوا لري د نوي تعلیمي کال د پیل په مناسبت خپله وینا کې له قومي مشرانو هم غوښتي چې په خپلو سیمو کې پر طالبانو فشار راوړي چې له ښوونځیو سره له دښمنۍ لاس واخلي.

خو وسله والو طالبانو د ښوونځیو د سوځولو او د ښوونکو د وژلو او داسې نورو پېښو کې لاس لرل رد کړي، او یا هم د دا ډول پېښو د رامنځ ته کېدو پرمهال چپه خوله پاتې شوي دي.

د وږي میاشتې په پنځلسم د افغانستان په هغه سیمو کې چې توده هوا لري نوی تعلمیي کال پیلېږي.

د ولسمشر حامد کرزي د دې اوونۍ خپله رادیويي وینا همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده.

ښاغلي کرزي پر طالبانو غږ وکړ چې له پوهنې سره له دښمنۍ لاس واخلي او د افغان زده کوونکو د زده کړې په لاره کې خنډ نه شي.

"د طالبانو هغو مشرانو ته وایم چې له هېواده بهر دي - لکه څنګه چې ستاسې خپل اولادونه له هېواده بهر ښوونځیو ته ځي پوهنتونونو ته ځي او د هغوی لپاره هڅه کوﺉ، نو پرېږدﺉ چې د افغانستان بچیان چې ستاسې اولادونه هم دي، په افغانستان کې زده کړه وکړي."

په افغانستان کې ښوونځي سوځول کېږي، ښوونکي او د پوهنې د برخې کارکوونکي وژل کېږي، خو په ښکاره کومه وسله واله ډله د دا ډول پېښو مسؤولیت په غاړه نه اخلي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې د روان هجري لمریز کال له پیله تر اوسه د پوهنې له سلو زیات منسوبینو د جګړو او هدفي وژنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ دی.

دغه راز د امنیتي ستونزو له امله له دوه نیم میلیونه زیات ماشومان له زده کړې بې برخې دي او ۴۳۰ ښوونځي په سویلي او سویل ختیځو سیمو کې تړلي دي.

که څه هم افغان دولتي چارواکي وسله وال طالبان د دا ډول پېښو مسؤول ګڼي خو هغوی بیا په دا ډول پېښو کې لاس لرل ردوي او یا چپه خوله پاتې کېږي.

د یادونې وړ ده چې په هغو سیمو کې زیاتره ماشومانو ښوونځي ته له تګ څخه محروم دي او زیاتره ښوونځي د هغو سیمو تړلي دي چې د افغان دولت وسله وال مخالفین په کې فعال دي.

ورته مطالب