د افغانستان ملي شورا له رخصتیو وروسته کار پیل کړ

Image caption د خلکو استازي له دوبنیو رخصتیو وروسته یو ځل بیا تر یوه چت لاندې راټول شول.

د افغانستان ملي شورا له ۴۵ ورځو دوبنیو رخصتیو وروسته نن بیا کار پیل کړ. د هېواد په لروبر کې امنیتي سوتونزې هغه څه وو، چې له خپلو موکلانو سره لیدو وروسته وکیلانو له ځان سره راوړي وو.

نن د نصاب نه بشپړتیا له کبله مشخصه اجنډا نه درلوده او یو شمېر وکیلانو په امتیازي وختونوکې خبرې وکړي. کابل کې زموږ همکار نورمحمد سعید خپل رپوټ کې وايي، چې د خلکو استازي له دوبنیو رخصتیو وروسته یو ځل بیا تر یوه چت لاندې راټول شول.

په ولایتونو کې د امنیت نشتوالی هغه موضوع وه، چې هر وکیل چې د خبرو وخت یې وموند پرې خبرې وکړې، دا هغه موضوع ده، چې د وکیلانو له ټاکل کېدو راهیسې پرې بحثونه کېږي. یو شمېر وکیلانو ویل د امنیت نشتوالي له کبله نه دي توانېدلي خپلو اړوندو ولایتونو ته سفر وکړي. د نیمروز د خلکو استازې فریده حمیدي وايي:

" موږ د نیمروز وکیلان و نه توانېدو د ناامنیو او پرته له لاس ته راوړنو چې نه مو درلودې، و نه توانېدو خپل ولایت ته سفر وکړو."

وکیلانو نه یوازې د هغو خلکو لپاره د بې امنیۍ په باب شکایت کاوه، چې دوی ته یې رایې ورکړې، بلکې دوی د ځان لپاره هم د امنیت نه شتون په باب شکایتونه کول.

یوه میاشت وړاندې د افغانستان مشرانو جرګې د یوې غړې روح ګل خیرزاد ګاډی چې فراه ولایت ته پر لاره و، په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو له کمین سره مخامخ شو.

د هغې لور او ساتونکي د ډزو په پایله کې ووژل شول او دا او خاوند یې ټپیان شول. له دې پنځه ورځې وروسته په همدې ولایت کې فریبا احمدي کاکړ د کابل کندهار لویې لارې په اوږدو کې وتښتول شوه.

چارواکي وايي، دا هم د وسله والو طالبانو کار و، خو ‌طالبانو تر اوسه د دې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

ورته مطالب