د ایران کونسلګرۍ مخې پر لاریونیانو ډزې شوې

Image caption دا لومړی ځل نه دی چې له ایرانه راستانه شوي افغانان له همدې کبله شکایت کوي.

یو شمېر هغو کسانو چی ایران ته تګ لپاره یی درې سوه یورو د ایران کونسلګرۍ ته د بېرته ستنیدو د ضمانت په توګه ورکړې وې، د ایران د کونسلګرۍ په مخ کۍ په لاریون لاس پورې کړ.

دوی وایي د ایران کونسلګري د دوی پېسې بېرته نه ورکوي.

دغه لاریون په تاو تریخوالي واوښت او پولیس هوایي ډزې وکړې.

لږ تر لږه یو تن په دې پېښه کې وژل شوی او درې تنه نور ټپیان دي، خو یوشمېر عیني شاهدان وایي، چې ګڼ شمېر ټپيان یې لیدلي دي.

د ځايي روغتون چارواکي وايي، له پېښې وروسته یو مړی او درې ټپیان وروړل شوي، چې د دوی په وینا د یوه ټپي روغتیايي وضع ښه نه ده.

د دوی په وینا د مړي او یوه ټپي پر بدنونو د ګولیو نښانونه لیدل کېږی.

د هرات امنیې قومنداانۍ د امنیت امر جنرال عبدالحمید حمیدي په وینا پېښه کې یو شمېر بولیس هم ټپیان شوي، چې د نوموړي په وینا په ډبرو وېشتل شوي دي.

په دغه لاریون کې د ایران کونسلګري ته څېرمه یوشمېر دوکانونه او د خلکو موټر هم زیانمن شوي دي.

زیانمنو شویو وګړو ویل دولت باید دوی ته د وراوښتو زیانونو په بدل کې مالي تاوان ورکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې له ایرانه راستانه شوي افغانان له همدې کبله شکایت کوي.

لاریون کونکو څو ورځې مخکې هم د هرات ولایت ودانۍ مخې ته په اعتراضي غونډه کې ګواښ کړی و، چې که د دوی غوښتنې و نه منل شي دوی به د ایران کونسلګرۍ په وړاندې سخت احتجاج وکړي.