کونړ سیند زرګونه جریبه د کروندې وړ ځمکه لاندې کړې

Image caption د کونړ سیند زرګونه جریبه ځمکې لاندې کړې.

د کونړ سيند د نور زيان تر څنګ زرګونه جريبه ځمکه چې د ژغورنې شونتيا لري لاندې کړې ده.

د دې ولايت د ټولې کرنيزې ځمکې يواځې شل زره جریبه له سيند نه خړوبيږي، خوزرګونه جریبه نوره اوبو نيولې، چې د کرنې جوګه کېدل ېې نا ممکنه نه ده.

رشيد الله زلمى په کونړکې د اوبو د وېش او تنظيم د چارو مشر دى. نوموړى وايي د سيند له خولې د ځمکې راويستل هله شونې دي چې داوبه خور لپاره ترې ويالې رابيلې او ياپرې برېښنا کوټ جوړ شي.

"د کونړله سيند نه په بېلا بيلو ځايونو کې اتلس زره جريبه خړوبېږي ،تاسو ګورئ چې د کونړ سيند په ډېره پراخه ځمکه کې بهيږي،که چېرته سيند مهار شي او څنډو ته ېې ديوالونه وشي نو زرګونه جريبه ځمکه به جوړه او حاصل به ورکړي، خو دا هله ممکنه ده چې د کونړ پر سيند بندونه جوړ شي او يا ترې دواړو څنډو ته کانالونه جوړ شي"

د سيند غاړو ته پراته خلک هر کال د دوبي په موسم کې ولايتي ادارې او مرستندويه ټولنو ته ورځي چې د اوبو د لاندې کېدو د ګواښ سره مخامخ دي.

خيبر د کونړ يو اوسيدونکى دى ، هغه وايي که اوبو لاندې کړې ځمکه راخپله شي، د غلې دانې اوسنى کمښت به را کم شي.

نوموړى وايي که دغه چاره د حکومت له وسه نه وي پوره، خلکو ته دې ووايي چې ځانته له سيند نه ځمکه وګټي.

" په زرګونو جريبه ځمکه سيند لاندې کړې، يواځې د سيلابونو پر وخت نه، په عادې وخت کې هم ډېره ځمکه تراوبو لاندې ده.

که حکومت ېې وس نه لري خلکو ته دې اجازه ورکړي چې له سيند نه ځمکه را خپله کړي.

تاسو وګورئ سيند ډېره پراخه ځمکه لاندې کړې، چې د ډېر لېرې پورې ښکاري، که دا پراخه ځمکه را بچ شي نو د غلې دانې اوسنۍ ستونزه به حل شي"

د کونړ دکرنې او اوبو رسونې چارواکي وايي خپل وزارت ته ېې په ځينو ځايونو کې د ديوالونو دجوړولو وړانديز کړى، خو داخبره چې له سيند نه راخپليدونکې ځمکه دې د خلکو شي له اصولو سره سمه نه بولي.

رشيدالله زلمې دا هم وايي هومره ځمکه چې د کرنې وړ ده، په همغومره اوبه بهيږي.

" هر څومره ځمکه چې له سند نه بچ کېږي هغه د دولت ملکيت دى، خو که د چا ځمکه سيند وړې وي او اسناد ېې ولري بيا شخصي ده.

د کونړ نيمايي ځمکه سيند تخريب کړې او د تخريب په حال کې ده. که چېرته وژغورل شي او دواړو خواوو ته ديوالونه وشي نود خلکو اقتصاد به ښه شي.

موږ د سيندونو د څنډو د خونديتوب پروګرام لرو او ځينې ځايونه موخپل وزارت ته ور په ګوته کړي هم دي"

د کونړ خلکو په څو ځلې له سيند نه د ګټې اخستنې، پرې د بندونو جوړول غوښتي او د اوبو په پراخه ځمکه د بهيدنې د مخنيوي ېې ويلي خو دغه غږ ېې لا نه دى اورېدل شوى.

چارواکي وايي د سيند کابو کول او په د يوالونو را ايسارول ېې له وسه نه دي پوره.

ورته مطالب