کونړ کې د ناټو څارګرې الوتکې ۱۶ کسان وژلي

Image caption وټپور د کونړ له سيمو يوه ده چې بې پيلوټه الوتکو پکې تر بل هر ځاى ډېر بريدونه کړي.

د سپرلۍ پر موټر په شوي بريد کې ټول ټال شپاړس کسان وژل شوي، چې نيمایي يې د چارواکو په وينا ښځې او کوچنيان دي.

کونړ کې زموږ خبریال نعمت الله کریاب وايي، موټر تېر مازيګر له اسد اباده د وټپور ولسوالۍ ګمبير ته پر لاره وو چې شکمنې بې پيلوټه الوتکې پرې څو توغندي وارکړل.

د کونړ والي شجاع المک جلاله وايي دوی ته رسېدلي رپوټونه وايي چې موټر وروسته له هغې په نښه شو، چې په لاره کې ورته څلور وسله وال وروختل:

''وسله وال په لاره کې ګاډي ته ورختلي، په دغو څلورو کسانو د طالبانو نوم دى، چې دغه طالبان دي.

ټول شپاړس کسان وژل شوي څلور ښځې، څلور ماشومان دي يوه ماشومه يې ددرملنې لپاره روغتون ته راوړې.

په پاتې اته نارينه وو کې داسې ويل کيږي چې د يوه کس يوازې سر پاتې وو او هغه یې هم په ډېره بيړه د پېښې له ځايه ليرې کړى.

نور کسان د سيمې اوسېدونکي دي، چې دوه يې موټرچلوونکي دي يو کس د دانګام ولسوالۍ دى''.

دا لا نه معلومه چې موټر ته ورختلي وسله وال څوک دي.

د کونړ د پوليسو مشر جنرال عبدالحبيب سيدخيل په وژل شوو کې درې تنه بهرني جنګيالي يادوي، چې دى يې د القاعدې غړي ښيي:

''تېره ورځ شپږ بجې چې په وټپور کې کوم بريد شوى څوارلس کسان پکې وژل شوي، چې درې يې عربان او درې نور د ملا نظرمحمد کسان دي، چې هغه هم د القاعدې غړي دي. په موټر کې څلور ښځې او څلور ماشومان هم وژل شوي''.

د موټر د ټولو سپرليو يوازې يوه کوچنۍ په خورا بد حالت کې روغتون ته رسول شوې خو د خبرو نه ده.

د پېښې يو بل وژل شوى کس هم د اسد اباد روغتون ته راوړل شوى، چې وروسته یې خپلوانو د دانګام ولسوالۍ ته يووړ.

ځايي خلک وايي وژل شوي له پيژندو وتلي وو.

Image caption وړم کال ناټو ويلي وو چې په وټپور کې يې دالقاعدې ډلې د سر يو کس صخر الطايفي وژلى.

ناټو په رسمي ډول نه دي ويلي چې بريد د بې پيلوټه الوتکي نه شوي، خو د ملکې خلکو وژل کېدل يې نه دې منلي.

ناټو يوازې دومره وايي چې د وټپور په عملياتو کې لس وسله وال وژل شوي.

وسله والو طالبانو په يوه رسنيز پيغام کې وژل شوي ټول ځايي بې وسلې خلک ښودلي او دا یې يو کرکجن بريد بللى.

که دا ثابته شي چې بريد د بې پيلوټه الوتکې پرمټ شوى، نو دا به افغانستان کې د ډرون په بريدونو کې ملکيانو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله وي.

وټپور د کونړ له سيمو يوه ده چې بې پيلوټه الوتکو پکې تر بل هر ځاى ډېر بريدونه کړي.

په تېرو دوو اونيو کې دغلته دا دريم بريد دي.

وړم کال ناټو ويلي وو چې په وټپور کې يې دالقاعدې ډلې د سر يو کس صخر الطايفي وژلى.

ورته مطالب