غزني او هلمند کې چاودنو ۱۲ مسافر وژلي

Image caption وړاندې د غزني اب بند ولسوالۍ کې هم ورته پېښه کې لږترلږه ۱۶ مسافر وژل شوي وو او اووه نور ټپیان وو.

د افغانستان سوېلي ولایت غزني مقر ولسوالۍ کې د مسافرو یو ۳۰۳ موټر له سړکه وتلی او پر ماین ختلی دی.

د مقر ولسوال‎ صاحب خان الهام وايي، پېښه د مقر لړمو سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې سړک بهرنیانو بند کړی و او ګاډی خامې وتلو ته اړ شو، چې بیا پر ماین وربرابر شو.

نوموړی وايي، پېښه کې اته مسافر وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم دي.

زیاتره ټپیان سیمه کې د مقر ولسوالۍ او بهرنیو ځواکونو کلینیکونو ته وړل شوي.

د ولسوال په وینا، ټپیانو کې د درېیو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.

وړاندې د غزني اب بند ولسوالۍ کې هم ورته پېښه کې لږترلږه ۱۶ مسافر وژل شوي وو او اووه نور ټپیان وو.

هلمند

بل خوا د سوېلي هلمند ولایت زمینداور سیمه کې د ولسي وګړو یو موټر پر ماین ختلی، چې څلور کسان په کې وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، چاودنه د سې شنبې په ورځ ماسپښین مهال هغه مهال وشوه، چې یو ټونس مسافر وړونکی موټر له موسی کلا نوزاد ولسوالۍ ته روان و، چې پر ماین وخوت.

وژل شویو کې یوه مېرمن او ټپیانو کې دوې مېرمنې دي.

د شمېرو له مخې دا مهال افغانستان د موټرو د زياتوالي او ترافيکي پېښو له کبله د اسيا له خطرناکو هېوادونو څخه دی، چې د دغه هېواد په بېلابېلو لويو لارو د ترافيکي پېښو کچه ډېره لوړه شوې ده.

د افغانستان ډېرې لويې لارې دا مهال له سختو خطرونو ډکې دي او هره ورځ پر دغو لويو لارو د ترافيکي پيښو په اړه رپوټونه خپريږي .

ورته مطالب