''حکومت د 'ډېرو' ښځینه پولیسو ګومارنه کې پاتې راغلی''

Image caption د افغان پولیسو په لیکو کې د ښځو د ګمارنې او جذبونې مټه او رو بهیر د ډېرو په اند نهیلی کوونکی دی.

برتانیا مېشتې مرستندويه ټولنې اګسفام په خپل یوه تازه راپور کې په ډاګه کړې چې افغانستان د ۲۰۱۳ کال تر پایه د ۵۰۰۰ ښځینه پولیسو په ګمارنې کې پاتې راغلی دی.

خو اګسفام په خپل راپور کې دا خبره هم منلې چې د افغان ښځینه پولیسو شمېر مخ پر زیاتېدو دی او دا مهال شاوخوا ۱۶۰۰ ښځې د پولیسو په لیکو کې پر دندو بوختې دي.

په کاري ډګر کې ښځوو ته د اسانتیاوو نشتوالی او د ښځو ځورونه د پولیسو په لیکو کې د ښځو د نه ورګډېدو لوی لاملونه بلل کیږي.

طالبانو د خپل نظام په ملکي او نظامي برخو کې د ښځو پر کار کلک بندیز لګولی و، خو د طالبانو د نظام له نسکورېدو څه باندې یوه لسیزه وروسته، اوس دغه هېواد غواړي چې د لسګونه زره افغان پولیسو په لیکو کې لږ تر لږه یوازې پنځه زره ښځينه پولیسې پر دندو وګماري.

خو یوه برتانوۍ خیريه ټولنه اګسفام په خپله تازه خپاره شوي راپور کې وايي چې د افغان حکومت دغه هدف غير واقعي او نارښتینی دی.

پري ګل سراج، یوه افغانه ښځینه پولیسه ده.

Image caption افغان حکومت د امنیتي ځواکونو، تېره بیا پولیسو په روزنه کې پر بهرنیو ملاتړو تکیه کوي.

دا د نورو عادي افغانانو خلاف، د پولیسو په جامه کې پټه ده، وسله له ځانه سره لري او د کابل جلال اباد پر لويې او له ګڼې ګوڼې ډګې لارې کې په یوې تالاشۍ خونې کې دنده لري.

د دغې تالاشۍ خونې په شاوخوا لسو پولیسو کې مېرمن سراج یوازینۍ ښځینه پولیسه ده.

دا وايي ''زموږ هېواد کې خلک نه غواړي چې خویندې او میندې یې په پولیسو کې کار وکړي''.

د مېرمن سراج دنده تر شک لاندې د هرې ښځې او هر ګاډي پلټل دي، ښايي د ښځینه وو پولیسو ګمارنه له دې اړخه هم څه ناڅه اغېزناکه وي چې په دې وروستیو کې په کابل او د هېواد په ځینو نورو برخو کې وسله والو او ځانمرګو بریدګرو د ښځو په جامه کې بریدونه کړي.

د پولیسو اګاډيمي

خو د پولیسو په لیکو کې د ښځو کار او دنده هم، له یو لړ ستونزو او ننګونو ډګه ده، څه موده وړاندې نامعلومو وسله والو د هلمند په مرکز لښکر ګاه کې یوه ښځینه پولیسه افسره کار ته پر لار په ډزو ووژله، د دوی په وړاندې د ستونزو یو لړ نورې بېلګې هم شته.

دلته د کابل د پولیسو اکاډيمۍ کې ښځینه وو پولیسو ته د وسلو د لېږدولو او کارولو روزنه ورکول کیږي، خو د پولیسو د ګومارنې له اړخه افغان حکومت، لا د خپل هدف نیمايي ته هم نه دی رسېدلی.

Image caption تور پېکۍ یوه افغانه ښځینه پولیسه ده.

کورنیو او ښځو ته د سیاسي انګیزې د پيداکولو نشتوالی، په لوړه کچه بېسوادي او د ځینو ښځینه وو پولیسو ځورونه هغه لاملونه دي چې د پولیسو په لیکو کې یې د ښځو د جذبولو بهیر مټه او ورو کړی دی.

د کابل د پولیسو پخوانی امنیه قومندان جنرال ایوب سالنګي چې اوس د کورنیو چارو مرستیال وزیر دی، وايي: ''زه بالکل د ښځينه پولیسو د ځورونې خبره ردوم، خو دا منم چې په دغه برخه کې ځینې ستونزې شته، خو لکه څنګه چې مو په تېرو کلونو کې د ښوونې، ټکنالوژۍ، بیارغونې او نورو برخو کې پرمختګونه کړي، په دې برخه کې به هم پرمختګ وشي او ستونزې به هوارې شي، خو وخت ته اړتیا ده''.

سره له دې چې په افغانستان کې د ځینو نورو پام وړ پرمختګونو ترڅنګ، د ښځو د حقونو د خوندیتوب له اړخه هم ځینې پرمختګونه شوي، خو پر وړاندې یې ستونزې په خپل حال پاتې دي.

په کابل کې د ښځو په یوه امن خونه کې یوه شلټر کې مو یوه پنځلس کلنه نجلۍ ولیدله چې پولیسو پرې جنسي تېری کړی، موږ په خپل راپور کې هغه په مستعار نوم، پرې ګل یادوو.

هغه د کورني تاوتریخوالي له کبله له کوره د تېښتې په حال کې د پولیسو له لورې نیول شوې وه:

له بارانه تښتېدله تر ناوې لاندې یې شپه شوه

''ماته یې وویل تر سهاره په ګاډي کې ویده شه، سهار به دې خپلې کورنۍ ته وسپارو. ما په هغې شپه ډېره وژړل. وروسته بیا یو پولیس ګاډي ته را وخوت، زه و ډاره شوم او له ځانه سره مې وویل چې دی دلته څه کوي''؟.

دا وايي دریو پولیسو په دغه شپه پر دې باندې په ګاډي کې د ننه جنسي تېری وکړ، له بارانه تښتېدله تر ناوې لاندې یې شپه شوه.

خو د ښځو د حقونو د یوې خیریه ټولنې د هڅو او فعالیت په نتیجه کې، دغه پولیس ونیول شول او اوس په زندان کې پراته دي.

په افغانستان کې د پراخ کورني تاوتریخوالي له کبله او د هغوی د مخنیوي لپاره، ښايي دغه هېواد د پولیسو په لیکو کې د لا ډېرو ښځو ګمارلو او جذبولو ته اړتیا ولري.

افغانستان لپاره د اګسفام د خیریې ټولنې د تګلارې جوړونې سلاکاره، الیزابت کامېرون همدغو اړتیاوو ته ګوته نیسي:

''په افغانستان کې ښځينه پولیسې باید تر چای جوړولو ورپورته کارونه وکړي. په ورځنیو چارو کې له نارینوو پولیسو سره د ګډ کار کولو له اړخه، ښځينه پولیسې د خلکو په نظر ښه نه ایسي، د بېلګې په ډول په تلاشۍ خونو کې ښځينه پولیسو ته پام وړ اسانتیاوې او سهولتونه نشته. د ښځینه پولیسو په تړاو د ټولنې نظر هم منفي دي، دوی وايي چې ښځينه پولیسې باید د ډوډۍ خوړلو، ناستې ولاړې او نورو ورځنیو چارو لپاره جلا ځای ولري''.

Image caption اکسفام د افغان ښځينه پولیسو د شمېر پر ډېرېدو خوښي ښوولې ده.

مېرمن سراج وايي کله چې نهه کاله وړاندې د پولیسو په لیکو کې ورداخله شوه، ځینو خپلو خپلوانو ورسره اړیکه وشلوله، دا ځکه د هغې په خبره خپلوان یې فکر کوي چې د ښې کورنۍ ښځې په پولیسو کې کار نه کوي:

''ماته چې کله د شپې ۱۱، ۱۲ او ۱ بچه له حوزې زنګ راشي، رنجر راپسې راشي زه له خپلو وروڼو سره او خپله دنده ترسره کوم. زه ډېره خوابدې کېږمه کله چې څوک په ماپسې بدې او غلطې خبرې وکړي، ځکه چې موږ دوی ته خدمت کوو او دوی داسې غلط فکر کوي''.

د افغان پولیسو په لیکو کې د ښځو د ګمارنې او جذبونې مټه او رو بهیر نهیلی کوونکی دی، د ښځو د حقونو د خوندیتوب او ساتلو له اړخه خپلې اندېښنې لا هم په خپل حال پاتې دي په تېره بیا په داسې حال کې چې په پام کې ده په راتلونکي ۲۰۱۴ کې بهرني ځواکونه هم له افغانستانه ووځي.

ورته مطالب