پاکستان طالب مشر ملا عبدالغني برادر خوشي کوي

Image caption د نومبر راهیسې پاکستان له ۳۰ ‌ډېر طالبان خوش کړي دي.

د پاکستان د ملي امنیت او بهرنې تګلارې په برخه کې د لومړی وزیر نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز وايي پاکستان به د طالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې په خاطر د روانې میاشتې په اوږدو کې خوشې کړي.

ښاغلي سرتاج عزیز ویلي پاکستان په اصولو کې د ملا برادر پر خوشې کولو هوکړه کړې خو د هغه د خوشې کولو د نیټې په هکله لا خبرې روانې دي.

د ده په ګومان ملا برادر به په سپتمبر خوشي شي.

دغه راز سرتاج عزیز ویلي هغسې چې ځیني افغان چارواکي یې هیله لري ملا عبدالغني برادر به کابل ته نه سپارل کېږي بلکې په پاکستان کې به خوشې شي.

هغه وویل بې له شکه چې ولسمشر کرزی به غواړي چې ملا برادر افغانستان ته ستون شي خو موږ احساس کوو چې که د ملا برادر په شان طالبان د سولې په بهیر کې مثبت رول لوبولی شي نو د طالبانو د شورا او خپلو مشرانو له خوښې سره سم باید کار وکړي.

په همدې حال کې د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي بي بي سي پښتو ته وویل که څه هم پاکستان ملا برادر افغانستان ته نه سپاري بیا هم افغانستان د ملا برادر د خوشې کولو هرکلي کوي.

ښاغلي فیضي وویل هیله من دي چې پاکستان به د ملا برادر امنیت ونیسي او ادرس یې مالوم وي څو د سولې د بهیر لپاره ورسره خبرې وشي.

Image caption ملا برادر چې د طالبان مرستیال مشر و په ۲۰۱۰ کال کې کراچۍ کې ونیول شو.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د ملا برادر د خوشې کولو د پریکړې خبر ورکړی دی.

د نوموړي وزارت ویاند اعزاز احمد چوهدري وویل ملا عبدالغني برادر به په یو مناسب وخت کې خوشې شي.

افغانستان تل د ملار برادر د خوشې کولو غوښتنه کړې.

افغان چارواکي ګومان کوي چې ملا عبدالغني برادر په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته او مهم رول لوبولی شي.

پاکستان په دې اوونۍ اوه نور طالبان هم خوشې کړل چې په هغو کې د ملا داد الله ورور منصور داد الله هم شامل و.

د تېر نومبر میاشتې راهیسې پاکستان ۳۳ طالبان خوشې کړي دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د ټولو طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کوي څو په دې توګه د سولې له بهیر سره مرسته وشي.

ورته مطالب