کرزی د شکایتونو کمېسیون پنځه کسیزه ډله ټاکي

Image caption ولسمشر به له دغه پنځلس کسيز نوملړه پنځه تنه د دغه کميسيون د غړو په توګه ونوموي.

د افغانستان د ټاکنو د شکايتونو د اورېدو کميسيون ته پنځلس کسيز نوملړ چمتو او ولسمشر کرزي ته د وروستۍ پرېکړې لپاره واستول شو.

د ټاکنو د غوراوي کمېټه چې له بېلابېلو دولتي بنسټونو او مدني ټولنې جوړه شوې، وايي د ټاکنو د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون لپاره یې په دغه پنځلس کسیز نوملر څو اونۍ خبرې او سلامشورې کړې دي.

کابل کې زموږ همکار محمود کوچی پخپل راپور کې کاږي، د مشرانو جرګې رییس او د غوراوي د کمېټې غړی فضل هادي مسلمیار وايي، دغه پنځلس کسیز نوملړ له ۲۶۳ هغو کسانو چې بېلابېلو بنسټونو دوی ته ورپېژندلي وو، غوره شوی دی:

''دا هغه پنځلس وروڼه او خویندې دي، چې ولسمشر ته به د پنځو غړو د ټاکلو لپاره معرفي کېږي، چې هغه له له دغو کسانو لږترلږه یوه ښځینه ټاکي، خو نور صلاحیت د ولسمشر دی، چې تر یوې ښځینه غړې زیاتې وټاکي''.

ټول قومونه

د غوراوي کمېټه وايي، افغانستان کې د ځینو حساسیتونو له امله هڅه شوې چې دلته د ټولو قومونو استازي په دې کمېسیون کې برخه واخلي.

په دغه نوملړ کې چې په خبریالانو ووېشل شو، پنځه پښتانه، څلور تاجک، دوه اوزبک، درې هزاره او یو ترکمن ټبره دي.

په ټوله کې د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون پنځه غړي لري، چې له دغه پنځلس کسیز نوملړه به ولسمشر کرزی پڼځه تنه غوره کوي.

په تېرو ټاکنو کې د دغه کمېسیون په اډانه کې دوو تنو بهرنیانو هم غړیتوب لاره، خو د ټاکنو د تشکیلاتو او صلاحیتونو د کمېسیون په نوي قانون کې د دغو دوو تنو بهرنیانو غړیتوب له منځه ولاړ او پنځه سره غړي یې ټول افغانان دي.

د ټاکنو د شکایتونو د اورېدو کمېسیون دنده لري، چې ټاکنو کې د ټولو نوماندو اسناد وڅېړي او د ټاکنو او له هغه وروسته همه د خلکو د شکایتونو په تړاو پلټنې وکړي.

د ټاکنو د مهال وېش له مخې، په پام کې وه، چې دغه نوملړ د سنبلې/وږي پر دویمه یعنې درې اونۍ وړاندې بشپړ شوی وای، خو د غوراوي په کمېټه کې د مدني ټولنې د غړي پر سر راټوکېدلې لانجې دغه څه له خنډ او څنډ سره مخامخ کړل.

ورته مطالب