د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي ټاکنې ارومرو کېږي

Image caption د ټاکنو له تر سره کولو پرته بله لاره نه شته. ضیاالحق امرخیل

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، که څه هم چې په دغه هېواد کې ځينې کړۍ د ټاکنو د ترسره کېدو د مخنيوي يا د هغو د ځندولو په هڅه کې دي، خو زياتوي چې دوى به دغه ټاکنې ارو مرو ترسره کوي او په خبره يې له ټاکنو پرته بله لاره نه ده پاتې.

دا رنگه په ولسي جرگه کې ځيني استازي هم اندېښمن دي چې د سولې او امنيت په نشتوالي کې ښايي ټاکنې رڼې او پراخه ترسره نه شي.

په پام کې ده چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو لپاره ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ۱۶ نېټه تر سره شي.

محمود کوچى له کابله خپل راپور کې کاږي، چې د افغانستان د ولسمشريزو او ولايتي شورا گانو په ټاکنو کې د نوم ليکنې لپاره د گوتو په شمېر ورځې پاتې دي، خو د دغو ټاکنو د رڼو تر سره کېدو لپاره امنيتي ننگونې هغه څه دي چې خلک يې اندېښمن کړي دي.

د افغانستان په ولسي جرگه کې گڼو استازو ويل چې که امنيتي وضعه په همدغه شان روانه پاتې وي، دوى گومان نه کوي چې راتلونکې ولسمشريزې او ولايتي شوراگانو ته ټاکنې پراخې او رڼې تر سره شي.

په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو لپاره په ټاکنو کې امنيتي ستونزې هغه ننگونې دي چې هم يې خلک او هم يې يو شمېر سياسي کړۍ له اندېښنو سره مخامخ کړي دي.

تر دې وړاندې هم په کابل او هم په ځينو لويو ښارونو کې يو شمېر خلکو د لاريونونو په تر سره کولو سره ويلي وو چې اوسمهال د ټاکنو لپاره شرايط نه دي چمتو او د دوى په غوښتنه بايد دغه ټاکنې وځنډول شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم وايي چې ځيني کړۍ په دې هڅه کې دي چې راتلونکې ټاکنې وځنډول شي، خو د کمېسيون د دارالانشا مشر ضياالحق امرخيل وايي د اساسي قانون له مخې د ټاکنو له تر سره کولو پرته بله لاره نه شته او د هغه په وينا دغه ټاکنې به ارو مرو تر سره کيږي.

ښاغلي امرخيل زياته کړه چې دوى د ټاکنو د ترسره کولو لپاره پوره پوره په تابيا کې دي. هغه هم د ټاکنو په وړاندې شته امنيتي ننگونې مني، خو وايي چې د افغانستان امنيتي ځواکو نو دوى ته ډاډگېرنه ورکړې چې په شته ستونزو به لاس بري شي.

ښاغلي امرخيل د رڼو او پراخ بنسټه ټاکنو په ترسره کولو کې د ولسي خلکو مرسته اړينه وبلله او ډاډ يې څرگند کړ چې دغه ټاکنې به د تيرو هغو پرتله زياتې رڼې او پراخې وي، هغه وويل چې تر دې مهاله ۱۴ تنو هغو نوماندانو چې د ولسمشريزو ټاکنو ته يې د دريدو نيت کړى، له دوى نه مالوماتي پاڼې تر لاسه کړي او په راتلونکو دوو ورځو کې به د نوماندانو نوم ليکنه په رسمي بڼه پيل شي.

ورته مطالب