د فراه ۱۲۰ سیاسي بندیانو د نه خوړو اعتصاب کړی

فراه
Image caption د فراه والي محمد عمر شېرزاد وايي بندیانو له مخکې خوراکي مواد له ځان سره زېرمه کړي دي او له ګټه ترې اخلي

د فراه ولایت سیمه ییزو چارواکو منلې چې شاوخوا ۱۲۰ تنو سیاسي بندیانو له دریو ورځو راهیسې د نه خوړو اعتصاب پیل کړی دی.

که څه هم ویل کیږي د فراه ولایت به زندان کې د هغو بندیانو شمېر چې اعتصاب یې کړی ۳۰۰ تنو ته رسیږي، خو سیمه ییز چارواکي یې شمېر ۱۲۰ تنه بولي. او وايي چې دا کار د سیاسي بندیانو په بلاک کې شوی دی.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب وايي، بندیانو د ولسمشر کرزي له خوا د هغوی د بند مودې د رالنډېدو د فرمان نه پلي کېدو او د دوی دوسیو ته نه پام له امله اعتراض کړی.

او ګواښنه یې کړی تر هغه چې غوښتنې یې پوره نه شي نو خپل اعتصاب ته به دوام ورکړي. د فراه والي محمد عمر شېرزاد وايي د سیاسي بندیانو غوښتنو ته پام کیږي او د ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.

ښاغلی شېرزاد وايي د بندیانو د خوشې کېدو په اړه د ولسمشر فرمان د دریو بندیانو له امله چې د خوشې کېدو حق یې نه درلود، ځنډول شوی دی.

Image caption ښاغلی شېرزاد وايي په پام کې لري چې د ولایت د زندان لپاره نوې ودانۍ جوړه کړي.

د عیني شاهدانو په وینا اعتراض کوونکو بندیانو له دریو ورځو راهیسې د سیاسي بندیانو د بلاک دروازه تړلې او هیچا ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.

سید شاه چې دوه د تره زامن یې بندیان دي وايي هغه ته اجازه نه ده ورکول شوې چې له خپلو خپلوانو سره وګوري.

خو د فراه والي محمد عمر شېرزاد وايي بندیانو له مخکې خوراکي مواد له ځان سره زېرمه کړي دي او ګټه ترې اخلي.

د ښاغلي شېرزاد په وینا د فراه په زندان کې ډېره ګڼه ګوڼه او د ودانۍ زوړوالي بندیان او د زندان ساتونکي له ستونزو سره مخ کړي دي. ښاغلی شېرزاد وايي په پام کې لري چې د ولایت د زندان لپاره نوې ودانۍ جوړه کړي.

ورته مطالب