هلمند کې ټپي شوې افغان افسرې ساه ورکړه

افغان ښځینه پولیسې
Image caption د افغان پولیسو په لیکو کې کابو یوه سلنه مېرمنې دنده تر سره کوي.

د افغانستان په سوېلي ولایت هلمند کې تر ټولو لوړپوړې افغان پولیس افسره د وسله والو له خوا تر برید یوه ورځ وروسته د ور رسېدلو ټپونو له امله مړه شوې ده.

څارنه نګار د تېرې یکشنبې پر ګهیځ (سپتمبر ۱۵) د هلمند مرکز لښکرګاه کې د پولیسو له قومندانۍ سره نژدې وسله والو له کور بهر په ډزو وویشتله، چې بیا وروسته روغتون ته یووړل شوه.

نوموړې په ښي مټ په مرمۍ لګېدلې وه.

تر اوسه پر نګار د برید پړه چا نه ده منلې.

د هلمند د والي ویاند ویلي، څارنه نګار "د افغانستان د دښمنانو" له خوا وژل شوې.

دا پېښه څو میاشتې وروسته تر هغه شوې چې د دوی یوه سلفه هم ورته پېښه کې وژل شوې وه.

دا پر افغان ښځينه پولیسو تر ټولو وروستی برید دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي "پر موټر سایکل سپرو دوو برید کوونکو یوه ۳۵ کلنه ښځینه افسره په ډزو ویشتلې. د ویشتل شوې نوم نګار یاد شوی ".

ښاغلي ځواک ویلي، چې برید د نګار له کور بهر پر هغې شوی، چې په ښي مټ لګېدلې ده.

سرچینه وايي، برید کوونکي تښتېدلي.

نګار، له تېرو پنځو کلونو راهیسې پولیسو کې کار کوي.

Image caption په وروستیو میاشتو کې پر ځینو مخکښو افغان مېرمنو بریدونه ډېر شوي او یا تښتول شوې دي.

نوموړې د اسلام بي بي ځای ناستې ده، چې په تېر جولای کې هلمند کې ووژل شوه.

اسلام بي بي د افغانستان سوېلي ولایت هلمند کې جګپوړې افغان افسره وه.

۳۷ کلنه اسلام بي بي له ېرې یو لسیزې راهیسې د هلمند د ښځینه پولیسو په برخه کې او یوه تر ټولو فعاله ښځینه پولیسه بلل کېده.

اسلام بي بي اصلاً د کندوز ولایت اوسېدونکې ده.

په وروستیو میاشتو کې پر ځینو مخکښو افغان مېرمنو بریدونه ډېر شوي او یا تښتول شوې دي.

د افغان پولیسو په لیکو کې کابو یوه سلنه مېرمنې دنده تر سره کوي.

څو ورځې وړاندې د 'اکسفام' په نامه یوې نړیوالې مرستندویې ټولنې راپور وايي، د افغانستان پولیسو کې تر یوې سلنې لږ ښځې دي، چې په دې سره د هرو لسو زرو افغان مېرمنو لپاره یوه ښځینه پولیسه فعالیت کوي.

ورته مطالب